غزل

لراوبريوسی پشتنو دشين اسمان په لمن
ټپه ټپه کړی ليونی دقدردان په لمن
بيادنفاق لمبوکی سوځی شنه توتيان دجنت
دورورګلوی فضا کی جوړه دبوستان په لمن
دسرولعلونو انګړ بيا کفن کفن لاليه
سی يولشکر په اتڼو بيا دجانان په لمن
نن په قدم قدم دی دام هنر په کارليونو
بيا کی پيوند دګلوڅانګی دجهان په لمن
دزړه په وينو کی خړوب داوزرماتی مرغان
بلبلا ن ويش کی په نغمو دعالی شان په لمن
داعزموده چی می ګير نه کړی دغيران په عيوض
تل ويشاراوسی عقل خپل کی دخوبان په لمن
دځان ځانی ټغر کی ټول زما ياغی پشتنو
دازادی ترانی خوندکړی ددرمان په لمن
نن په سرو وينو کی لمبيږی دحرم شاپيری
الکوزی بی يوکوم د ګلستان په لمن