روهي(دوه نۍ/۱۳ د لړم)، داسې ویل کیږي چې افغان حکومت یو پلاوی به د جمعه په ورځ چین ته لاړ شي او له له طالبانو سره به مخامخ ناسته ترسره کړي. یوه سرچینه په دې اړه وايي چې د دې لپاره چې په سیاسیونو کې اعتراضونه رامنځته نه شي نو د دې پلاوي جوړښت به پټ پاتې شي ځکه طالبانو سره د خبرو لپاره په دې ټاکل شوي پلاوي کې تل د سیاسیونوغبرګونونه وي. سیاسي هڅاند احمد سعیدي په دې اړه وایي چې د افغانستان حکومت د دې لپاره د افغانستان د دې پلاوي جوړښت نه په ډاګه کوي چې د افغانستان خلک یې نه مني. او حکومت داسې پلاوی ټاکي چې نه پوهیږي او نه منونکی وي.