
روهي(یوه نۍ/۱۲ د لړم)، د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن په یوه غونده کې وویل چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ادریس زمان سره یې لیدلي او په وزارت کې د عاجلو اصلاحاتو غوښتنه یې ورنه کړې ده. د ولسمشر ویاند دا هم زیاته کړه چې د وزارت له سرپرست څخه د لوایحو د جوړولو او څرنګوالي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه شوې. د اصلاحاتو دا غوښتنې وروسته له دې وشوې چې څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزیر برهان الدین رباني له خپلې دندې استعفا ورکړه تر دې وړاندې د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي د ارګ لخوا نه له دندې لرې شوی و. د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د فساد پر ضد د ارزیابي او نظارت کمیټې هم په یاد وزارت نیوکه کړې و چې دوی سره لازمه همکاري نه کوي .