خوست بيا هم يو ګام مخ ته ولاړ!!!

له کله نه هم چې د ۱۳۸۱ لمریز کال په لومړیو کې افغانستان ته نوي بدلون سر راښکاره کړ، نو ورسره دې هېواد کې د حیرانتیا وړ مطبوعاتي پرمختګ منځته راغی .
هغه ؤ ،چې ورځ تر بلې دمطبوعاتو په ډګر کې چاپي ، غږیزو ، انځوریزو او برېښنایي رسنیو ګام په ګام زور واخېست . چې له امله یې دا هېواد د مطبوعاتو په ډګر کې د پام وړ وځلېد .
مشهور نړیوال کارپوهان وایې ، مطبوعات د یوې ټولنې ژبه او سترګې دي ، په دې معنا چې یو مملکت د مطبوعاتو په نشتون کې د هغه معیوبه کس مثال لري ، چې په سترګو څه ویني نه او پرژبه هم خبرې نه شي کولای .
هو ، رښتیا هم مطبوعات دي ، چې د ولسونو او دولتونو تر منځ دپل رول لوبوي . د خلکو ستونزې ، غوښتنې ، نیوکې او وړاندیزونه تر دولت رسوي او د دولت له کړنو او فعالیتونو څخه ولس خبرساتي .همدا لامل دی ، چې اوسمهال په نړۍ کې ورته د څلورمي قوې په توګه کتل کیږي .
مطبوعات دي ، چې کولای شي ،د ټولنې ټول قشرونه ، په ځانګړي توګه تنکي ځوانان په سمه او ناسمه لار روان کړي . له دې جملې نه مې موخه دا ده ، که مېډیا وغواړي ، اسلامي ، ملي ، قانوني او پر هېوادنۍ روحیه سمبالې خپرونې او مواد خپاره کړي ، نو ددې سبب کېدلای شي ، خلک په تېره تنکي ځوانان د خپلو اسلامي ، ملي او هېوادانۍ ګټو سره اشنا او وفاداره کړي . ولې برخلاف که بیا له مطبوعاتو څخه د خپلو شخصي ناروا ګټو په خاطر د اسلامي او ملي ارزښتونو سره خلاف پروګرامونه چاپ او یا هم نشر ته وسپارل شي ، نو حتماً پر تنکیو ځوانانو ناوړه اغېز شیندلی شي .
له بده مرغه اوس هم په هېواد کې ځينې داسې مطبوعاتي چینلونه شته ، چې د ځينو ناڅرګندو لاملونو له مخې په خپلو پروګرامونو کې د افغانانو په ملي شخصیتونو ملنډې وهي ، د نظام او قانون درناوی نه کوي او حتا ځينې وخت سمتي ، قومي ، ژبنیو او سیاسي تعصباتو ته هم لمن وهي ، چې دا د افغانستان او زموږ د هېوادوالو سره ستر ظلم او جفا ده. باید هر هغه څوک چې د افغان تر نامه لاندې ژوند تېروي ، د خپلو ملي شخصیتونوقدر او درناوی وساتي ، د ملي ، ولسي او قانوني کړنو حمایت او دفاع وکوي .خپل پروګرامونه د افغانستان د نافذه قوانینو تر چتر لاندې د رسنیو له قانون سره سم پر مخ یوسو. تر څو وکولای شو، د مطبوعاتو څخه هغه سپېڅلی هدف لاسته راوړو، چې افغانان له تېرو دریو لسیزو ورته په تمه تګي ناست او هېواد مو له ناخوالو سره دتل لپاره مخه ښه وکړي .هر څوک په دې ښه پوی دي ، چې خاوره مور بلل کیږي او مور هغه شرین انسان دی ، چې پر خپلو اولادونو باندې ګڼ شمېر حقوق لري ، چې الله تعالا یې د حقوقو په ادا کولو کې اولادونه مکلف ګرځولي دي .
بیا په ګران ویاړلي هېواد افغانستان زموږ نیکونو او پلارونو د خپل تن په وینو دومره قربانۍ ورکړي ، په سلګونو څه ، که په زرګونو کتابونه هم پرې ولیکل شي ، بیا به هم ډېر نیمګړي وي .نو موږ ته لازماً په کار ده ، چې د هغو نیکونو او پلارونو فرضي قدر وکړو، چاچې داشهیدپروره خاوره موږ ته دسر په قربانۍ ازاده کړي او نن ورځ موږ افغانان پرته له ډاره او فشار څخه په کې له عزته ډک ژوندتېروو.
زه باور لرم ، که د افغانستان مطبوعات د یوې افغاني پیاوړي همغږۍ له لارې خپل پروګرامونه مخ ته بوځي، له شک پرته دافغانستان حالت به ورسره په ټولوبرخو کې دپام وړ ښه والی او لازم پرمختګ وکړي.
نو په دې اساس مې د یوه ځوان افغان په توګه له ټولو مطبوعاتیانو څخه هیله داده، چې د اسلامي او افغاني مسوولیت له مخې خپل رسالت په ښه شان سره ادا کړي .
هوکې درنو لوستونکو!
اوس به هم د لیکنې په لړ کې د افغانستان په ولایتونو کې د پلازمېنې کابل څخه په ډېره لېرې فاصله کې پروت سرحدي ولایت خوست ته ورښکاره شو.
خوست د افغانستان د ډېرو مهمو ولایتونو څخه شمېرل کیږي ، چې د تاریخ په اوږدو کې یې قومونو د هېواد په سیاسي بهیر کې په وار، وار اغېزمن او تلپاتې رول لوبولی دی .
شاوخوا ۹ کاله وړاندې په هېواد کې د وروستي بدلون په رامنځته کېدو سره د خوست ځوانانو د مطبوعاتو ډګر ته په زیاته پیمانه ور ودنګل . چې په ترڅ کې یې چاپي او غږیزو رسنیو په کار او فعالیت پيل وکړ.له نېکه مرغه ترننه یې لمنې تر دې کچې پراخې شوې ، چې اوسمهال په خوست کې ۷ سیمه ایزې راډيو ګانې ، دوه ځايي ټلوېزیونونه ، مجلې ، اوونیزې ، مهالنۍ او د برېښنایي رسنیو په برخه کې وېب پاڼې په فعالیت بوختې دي . همداشان دلته په نړیواله کچه ټولې فعالې لویې مېډياوې خپل ، خپل استازي لري .
دخوست په ولایت کې د تېرو اوو میاشتو راهیسې د نورو ډېرو پرمختګونو تر څنګ د فرهنګ او مطبوعاتوبرخه کې خورا ګړندي ګامونه اخېستل شوي دي ، د ژورنالستانو ترمنځ کاري یوالی ، د مدني، فرهنګي ټولنو ، ژورنالستانو او همداشان د ولایتي ادارې تر منځ بامسوولیته همکاري هغه څه دي ، چې ولایتي ادارو او ژورنالستانو سره یې زیاتې مرستې ترسره کړي دي .
همداشان دبیان د ازادۍ ، دولسواکۍ د غښتلتیا او د خوست د ولایت په کچه د اقتصادي ، امنیتي ، سیاسي ، او کولتوري بدلونونو څخه د خلکو د خبرولو په منظور دولایت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه د ولس آرمان میاشتنۍ مجله پيل شوي ، چې تر دې دمه یې درې پرلپسې ګڼې له چاپه راوتي او څلورمه یې هم له چاپه د راوتو په حال کې ده .
څرنګه چې په دې وروستیو کې برېښنایي رسنیو د دنیا په هره ګوښه کې ګڼ مینه وال موندلي ، نو د مطبوعاتو په ډګر کې د دې برخې ارزښت ورځ تر بلې زیاتیږي . اوس د نړۍ زیاتره مطبوعات دنیاوالو ته د رسېدو په هدف هره ورځ په وېب پاڼو کې اپډېټ کیږي ، دا ګړۍ د نړۍ ټولې مشهورې رسنۍ په انټرنېټ کې ځانګړي پاڼې او ډومېنونه لري ، چې دې رسنیو ته یې د خلکو ورځنی لاس رسی اسان کړی او جهان دیوه ګډ کور بڼه خپله کړي ده .
له همدې امله دخوست ولایت مقام وپتیېله ، چې په افغانستان او نړۍ کې دانټرنېت سره تړلي دوستان او مینه وال دخوست ولایت د ورځنیو پېښو ، پرمختګونو او انکشافي کارونو څخه هره شېبه باخبر وساتي، په همدې بنسټ دا مهال د مطبوعاتي دفتر څخه چې تاسو یې عملاً ګورۍ ،
وېب پاڼه ( www.khost.gov.af )په لیکه کړي . په دې وېب پاڼه کې به هره ورځ دخوست ولایت اقتصادي ، سیاسي ، امنیتي ، تاریخي ، کولتوري او ورزشي انځور د لازمو مالوماتو په شتون سره لیدلی شئ .
زه ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه دخوست خلکو ته د دغې برېښنایي رسنۍ د فعالیت له امله چې واقعاً اړتیا یې وه ، مبارکي وایم او ټولو ته ډاډ ورکوم ، چې په نږدې ژر وخت کې به دخوست ولایت په مطبوعاتي ډګر کې د هېواد په کچه د ځينو سترو حیرانوونکو قدم اخېستلو خبر شئ .
له پاک خدای ج غواړم ، چې په ټول هېواد کې همداسې هر اړخیز پرمختګ په وجود راشي ، تر څو په ټول افغانستان د امن او سولې ټغر وغوړیږي .
ډېر ژر د یوې داسې ورځې په هیله
مبارزمحمدځدراڼ
خوست/ افغانستان
۱۳۸۹/ لړم /۲۹