دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلۍ دبريا په اړه د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي دمبارکۍ پيغام!

 
په چین هېواد کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې وشوو کولای چې په ډيره میړانه خپل مقابل ټیم پاکستان ته چې دکلنو کلنو دکرکیټ اوږده سابقه لري ماتي ورکړي.
زه د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دغه سترې بریا مبارکي په سر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس حامدکرزي،دکیرکیټ بورډ مسولینو،دکرکټ ملي لوبډلې او په پاي کې ټولو اتلو افغانانو ته د زړه له کومې وړاندې کوم.
د کرکټ ځوانې لوبډلې په ډير کم وخت او په کمو امکاناتو وشوو کولای چې دنړۍ سترو لوبډلو ته چې دکرکټ لوبې اوږدمهاله سابقه لري ماتې ورکړی او د نوموړي لوبې په تاریخ کې یې افغانستان ته ځانګړې مقام ور په برخه کړو، نوموړې بریا ددې پیغام ورکوي چې افغانان سره ددې چې دپردیو لخوا دتپل شوو جنګونو سره لاس او ګریوان دي خو ددې وړتیا او ځواک هم لري چې دنړۍ دپرمخ تللو هېوادونو سره سیالي وکړي او ان داچې اتلولې او میړانه هم ترلاسه کړي.
دکرکیټ دملي لوبډلې د لازیاتو بریاوو هیله
محمد حلیم فدایي
دمیدان وردګو والي