ملتيا


_ لطفآ مه پورته کېږه .
تاسې زما لپاره د رحمت ، البته د غېرت پرښته ياست . زه ستاسې په څېره کې ابدي نور له ورايه وينم . ښائي ستاسې څېره به زما د کورنئ د کوم منلي مشر څېرې ته ورته وي . تاسې ډېر نېکمرغه ياست ، بلکه زه ډېر نېکمرغه يم چې ستاسې سره ناسته رانصيب شوه . ......... لطفآ مه پورته کېږه .
دغه ناڅرګندو پېرزوينو ته هغه وخت لاپسې حېران شوم چې سړي له لاسه کلک ونيولم او وې وېل .
_ زه حاضر يم چې ستاسې خوابدئ ته معقوله حق الزحمه وټاکم . خو د اوس لپاره نه . او داځکه چې د اوس لپاره د پروګرام له مخې په جېب کې څه نه لرم ، او که درلودى مې نو بيا مې نو په دغه موټر کې هيڅوک ، حتى ته نېک بشر مې هم سپرېدو ته نه پرېښودې . خو تاسې مه پورته کېږه . لطفآ .لطفآ .
زمونږ څنګ ته د بلې چوکئ پاکستاني مسافر به هرې څو شېبې وروسته حتمي راکتل . د ځانه سره به و بوګنېده او په ډېره بې شرمئ به ئې داسې راکتل لکه پوره وړي چې د وعدو پسې بله وعده ورکړي وي . خو زما ټوله اندېښنه زما د شريکې څوکئ امريکني مسافر ته وه چې په لومړي ځل له داسې چا سره مخ شوى ؤم . که هر څومره فکر مې وکړ د ليوني ، ټوکي يا کم عقله شخص څرک مې پکښې پېدا
نه کړ . زما د کښته کېدو ځاى رانږدې شوى ؤ سړي ته مې په ډېر درنښت وويل .
_ زما د کښته کېدو ځاى راورسېد . په ډېرې بخښنې سره چې ستاسې په ستونزې پوه نه شوم . اوس نو لار راکړئ چې کښته شم . مخکې له دې چې د سړي غبرګون ښکاره شي ، موټر يو ځل بيا په حرکت کې شو . نور نو زما ذغم ځواب راکړ سړي ته مې په ګواښ وويل . _ تاسې مسخرې ولې کوئ ؟ اخر زه خو دومره پوه شم چې ستاسې ستونزه څه ده .
د سړي څېرې د خوښئ او خوابدئ مرکبه بڼه غوره کړه او وې ويل .
_ همدغه خو زما نېکمرغي ده چې تاسې نه پوهيږئ .
_ نو زما د نه پوهېدو په صورت کې به زما ناسته ستاسې څه ستونزه حل کړي ؟
_ حلوي ئې . بالکل حل ده. مه تاسې څه پوښتئ او نه به زه څه وايم . بس همدومره درڅخه غواړم . عجيبه حالت ئې درلوده . سړي به له
راکتو سره خوله چينګه کړه ، خو ډېر زر به ئې سترګې مړې کړې او لاندې به ئې وکتل .
دغه کشمکش زه له خپله ځايه ډېر وړاندې بوتلم . سړى وخورېد مخکې له دې چې جګ شي راته ئې وويل .
_ لطفآ خپل روښانه ادرس راته راکړئ .
زه کښته کېږم او ستاسې سره د ليدو دغه بختوره ورځ زما د ژوند په زړه پورې او خوږه خاطره ده . او دغه هم زما آدرس .
د يوه کارت راکولو وروسته سړي بيا راته وويل .
_ زه پرته لدې چې د عمري ملګرتوب هيله من مو يم ، پدې هڅه کې هم يم چې ستاسې د ارګانيزم په هکله هر اړخيزه معلومات لاس ته راوړم . په دغه کثيفه نړئ کې مې يوازې تاسې بختور وليدئ . آدرس مو راکړئ . د سړي له کښته کېدو وروسته پاکستانى مسافر راوړاندې شو او وې ويل
_ تاسې له انساني حواسو برخمن ياست ؟
_ بلې هو . زه له هره پلوه پوره روغتيا لرم .
_ خو ستاسې يو حس بالکل ناکاره دى .
_ کوم يو ؟
د شامعې حس .
پاکستاني سر وخوراوه ، اوږد او سوړ اسويلى ئې وايست آو وې ويل .
_ ستاسې د لسمې برخې ملګرتوب مې ( پر همدغه چوکئ چې ته ناست ئې ) له دغه امريکائي سره کړى دى او باور لرم چې راروانې څو مياشتې به مې د همده بدمرغه د بادو ( gas) له برکته هاضمي سيستم ګډ وډ وي . خو تاسې واقعآ کم تر کمه پدې برخه کې نېکمرغه ياست چې د شامعې حس نه لرئ. خو ما پرته له دې چې د پوزې تر عمليات وروسته ، د پوزې د ډاکتر په سپارښتنه له پوزې څخه محافظه مواد راوباسم ، او له پاکستاني سره د خپلې روغتيا سپيناوى وکړم ، ټوله اندېښنه مې دې ته وه چې ما غېر ارادي خپل آدرس
امريکائي ته ورکړى ؤ .
٧ ٥ ٢٠٠٣
-------------------------