یووزری

جوړ یې کړه په زړه راته ناسور ناسور زخمونه ورور 
بل یې کړه په ما باندې دوزخ دوزخ اورونه ورور
بس وو ماته غم ددې دنیا ،د پردیسۍ او د رنځور وطن
پنډ کړل راته نور هم په خپل مرګ باندې غمونه ورور
اوښکې مې چې کله وچې نه وې په ټول عمر کې
جوړ راته په مخ  یې کړل د وینو سیلاوونه ورور
زړه مې که لوی کړی وو هر رنځ ، هرې بلا لره
و یې چاووه چې را یې کړه  بلا بلا دردونه ورور
چیرته ،چاته ،څنګه به  مې خپل حال زه څرګند کړمه
وکړه په ورورۍ کې په  ما څنګه ستمونه ورور
زه یې یووزری،ډیر بیوزله ،بیچاره کړمه
چیرته کړي ورور باندی  دې دغسې ظلمونه ورور
اوس به په دی ماته ملا او مات زړه باندې څه وکړم ؟
مل مې کړه ځګیروی ،ساندې او سوي فریادونه ورور
وګورم په کومو سترګو ؟ګوم مخ؟ زه وریرو ته اوس
کونډه کړه وریندار راته په مونږ وکړه ظلمونه ورور
هره خوا ولاړ ده مخامخ راته خندانه خوله
ږدي مې په طعنو طعنو په ویر باندی سوزونه ورور
مور    ورته وو  تل عمر   د حضر    له الله غوښتی
خاورو سره خاورې کړل زمونږ ټول امیدونه ورور
۲۰۱۳/۷/۲۱
کابل