ژوند په هماغه شوراوزور روان دي ،ژوندپه خپله غېږه کې هرڅه لري ،زه يې وينم چې دژوند په غېږه کې دډېروستړودمې جوړيږي ؛اوژوود ورته نوې ساه ورکوي .زه هم ورپسې يم اوغواړم چې دژوند همدې هوساغېږې ته ځان ورسوم .خوژوند راته په بېل نظرګوري ،ژوند داسې راته ګوري لکه زه چې يوبې ګټې موجودوم .داسې لکه دهغه په هوساينه کې چې زمابرخه نه وي ...............خوزه بياهم ورپسې منډې وهم ژوندترلمن ټينګ ر اونيسم اودخپلې نېکمرغۍ برخه ترې غواړم .زه هم غواړم چې څوشېبې مې ژوند په خپله آرامه غېږه کې ونيسي.
خوزه چې ژوندته څومره ورنژدې کېږم ژوندراپورې په کټ کټ وخاندي .زه دهغه دخنداسره په ځمکه راولوېږ م اوژوندراڅخه په بيړه روان شي .خوزه بياپاڅېږم اوپه ژوندپسې ورروان شم .خودژوند چلندبياهم هماغه ډول وي .نورنوزه ډېرستومانه اومايوسه شم اوځان راته په ريښتياهم هغه ډول ښکاري لکه ژوندچې راته ګوري .ځان راته داسې ښکاري چې ګوندې زه په ريښتياهم دنړي په هېڅ کونج کې ځاي نه لرم داسې فکرکوم چې دانېکمرغۍ اوخوښۍ زمالپاره نه دي............دژوندله لمنې بېرته راوګرځم شاته وګورم خوهېڅ هم نه وينم .له درده چېغې کړم اوپه مړوګامونو دمرګ دسينددغاړې په لوري ورشم خوکله چې غواړم ځان سيند ته وغورځوم ناڅاپه مې يوخوږغږشاته کش کړي .شاته وګورم ژوندخپله غېږه راته پرانستې وي .دژوندپه غېږه کې ته وې .په شونډې دې مسکاخوره وي اوماته دورتلوبلنه راکوي.
مجيب (احساس)
ننګرهار پوهنتون
وروستي