مزلونه

دناآشنا ښار مسافريو کــړو په شپو مزلونه
په ستړو لارو ځوپښې اېبله په اغزو مزلونه
چې رانه وړي زمادخــيال هغه ماشومه دنيا
خدايه!يوڅوشېبې راتم کړي دوختو مزلونه
ســـــــــتادمنزل په ره لاره ګام پـــــرګام بلددي
يوازې تاپوري رســـــــــــــېږي دخيالو مزلونه
دځوان (احساس) آسمان مې بيادميني لمرراوړي
نور به ستنيږي لـــــه دې ښاره دتيارومزلونــــــه
مجيب (احساس)