د روهي ویبپانې چلونکو سلام او نېکې هېلې دالله له درباره ستاسې پاڼې ته بریا او پاېښت غواړم اوس ،چې ګورم روهي ویببانې په افغاني پاڼو کې جلا مقام لري ، خو دا یوه خبره مې زړه ته له ډيره پخوا لویدلې وه چې دخبرونو دکیفیت تر منځ واټن بیخي ډير دی ځینې وخت داسې ټاپ خبرونه وي ،چې په نورو رسنيو کې نه ترسترګو کېږي خو بعضي وخت بیا ډير بیکاره او بې ارزښته خبرونه هیله ده له دې وروسته دې خبرې ته پام وکړې او هغه خبرونه چې دحکومت لپاره کمپاین وي او له بده مرغه زما له معلوماتو له مخې اکثره ېې درواغ وي . تاسې باید اوس کیفیت ته پام وکړې نه کميت الله دې دومره سېک درکړي ،چې په دغه منډه کې ستړي نشي