د نن ورځې ماشومان

دیرش کلنې جګړې په هېواد کې هغه بدبختې او ناخوالې وزېږولې،چې هېڅکله به یې زموږ تنکي ځوانان چې د یو هېواد د ملا د تېر حیثیت لري هېرې نه کړي او نه به یې وزغملی شي او نه به هم د افغانستان دوښمنانو ته د خیر دعا وکړﺉ، چې له یوې خوانه د تاریخ په اوږدوکې دغې غملړلې پېښې ورته خپل پلرونه تر تورو خاورو لاندې کړل او له بلې خوانه دغه ماشومان،چې موږ یې نن ورځ په هېواد کې وینو د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره لاس ترځنې ناست دي.په داسې درنوکارونو او مزدوریو یې هم لاس پورې کړی، چې له یوې خوانه د دوي له عمر سره نه ښايي او له بلې خوانه یې لاس ته هم څه نه ورځي چې د دوي ور
ځینې اړتیاوې پرې پوره شي ښوونه او روزنه خو لا په خپل ځای ترینه پاتې ده ،چې څنګه ورته ځان ورسوي ترڅو خپلې زده کړې وکړﺉ.
دا هغه بدبختې دي،چې په دا څلورو لسیزو کې موږ ولیدلې او په راتلونکي کې به زموږ هېواد او هېوادوال که دا حال وي هم ورسره لاس او ګرېوان وي، هېڅکله زموږ د واک خاوندانو پردغو ستونزو خپل غوږونه ونه ګرول ،چې دغه بې سرحده بحران ته یې نور زیاتي د پای ټکی ایښی وایې او په ورین تندي یې خپلو مرورو وروڼو ته د ورورې لاسونه ورکړي وایې او له بلې خوانه په هېواد کې د بحرنیانو لاسونه هم له دې پاکې خاورې نه پرې شوي وایې او هرڅوک په پوره ډاډ سره له خپلو کورونو نه را وتلي وایې او خپلو کارونو ته یې غېږه ورته کړې وایې ،چې له یوې خوانه به زموږ په هېواد کې امن او امنیت رامنځ ته
شوی وو او له بلې خوانه به په دغه وینو رنګ هېواد کې بېکاري هم له منځه تللې وه، چې په نتیجه کې به زموږ تنکي ماشومان هم د زده کړې لوی نعمت تر لاسه کړی وو او د هېواد راتلونکې به هم روښانه وو.
خو ولې په دې اړه نه نړېوالو او نه هم زموږ د هېواد مشرانو خپل ځان خبرکړو، چې له ځانه سره یې دا ویلې وایې یاره دا ستونزه او جګړه په کوم ځای اوپه څه شي روانه ده، چې د حل یوه سمه لاره ورته پیدا کړو. نه دا فکر ور سره نه شته او نه به ورسره په راتلونکي کې پیدا شي بس او بس په دې غم کې دي، چې څنګه خپل جیبونه ډک کړي او څنګه خپلو سودا ګریزو چاورته نوره هم پراختیا ورکړي مظلوم هېوادوال څه کوي خپل اولادونه یې په ښو کورونو او بحرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي په بې پلاره او بې موره ماشومانو یې څه ،چې زده کړه کوي اوکه یې نه کوي څه ورته رسېږي او کنه؟
که چېرته دا حالات نور دوام وکړﺉ فکر نه کوم ،چې نور به په هېواد کې زموږ غریب ماشومان سمې لارې ته راشي نور به هم د بدبختې او بې وسې کندې ته ولوېږي.