
ښایي دا سرلیک به ظاهراْ تند ښکاري؛ خو که په افغانستان کې د غلو، غاصبینو، د اداري او اخلاقي فساد د اتلانو، انسان تښتونکو، قاتلینو، د کنځلو او کلاشینکوف د فرهنګ د پلویانو او د وینو او باروتو د سیاسي سوداګرو مخه د قانون په زور ونه نیول شي، د افغانستان خلک به هیڅکله هم د سولې، امنیت، ټېکاو او نیکمرغئ مخ په سترګو ونه ویني!
د افغانستان د ولسی جرګی په اوولسم پړاو او کېدای شي چې د دې هېواد د ملي شوری په نژدی سل کلن مزل کې، دا لومړی ځل دی چې ولسي جرګه نیمه شپه غونډه جوړوي او د امنیتي وزارتونو مسوولین ځکه ورغواړي چې ګواکې د کومې پوستې سرتېرو، د جرګې له دوو – دریو استازو سره بد چلند کړی او له دوی څخه یې وسایطو د اسنادو او تورو هېندارو پوښتنه کړې ده!!
شک نشته چې پولیس باید مسلکي او په قوانینو پوه وي. د پولیسو په اکاډمي کې هم ځوانو افسرانو ته دا ښودل کېږي چې له مشرانو، چارواکو، عامو خلکو او بل لور له قانون ماتوونکو او مجرمینو سره باید څنګه چلند وکړي؟ د کورنیو چارو وزارت مشران هم باید هر وخت په ټول افغانستان کې خپل کادرونه او صفوف وڅاري او دا باید واضح کړي چې د اصولو د ماتېدو په صورت کې انظباطي ګامونه اخستل کېږي؛ خو دا شریف آرمانونه یعنی د پولیسو مسلکي کېدل او د قانون د تنفیذ په ځواک بدلېدل، هغه وخت امکان لري چې ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، مشاورین، وزیران، وکیلان، سناتوران، جهادي مشران، والیان، امنیه قوماندانان او د امنیتي برخې جنرالان، شتمن او لنډه دا چې ټول پولیسو ته درناوی وکړي او هېڅوک دا حق و نه لري چې تر قانون پورته وي، د پولیسو اوامر ونه مني، تلاشی ته ونه درېږي، په پولیسو لاس واچوي، هغوی ته کنځلې وکړي او د قانون له هغه مادی څخه سواستفاده وکړي چې وایي د خلکو استازي د خپل مسوولیت په وخت کې تر تعقیب او پوښتنې لاندې نه شي نیول کېدای!
دا چې په اوسني پېښه کې به پولیس ملامت وو که د خلکو استازي(!) بیله خبره ده؛ خو یو شی چې واضح دی، په نیمه شپه کې د ولسي جرګهی غونډه ده چې ټول ولس یې په غوسه کړی!
دا ویده او په قراردادونو او پروژو پسی لالهانده استازي هغه وخت چیری وي چې پاکستان زموږ په سرحدي سیمو په سلګونو توغندي غورځوي!
دا ډېر په درغلیو او دوکو راغلي استازي هغه وخت چیری وي چې ایران په ښکاره له طالبانو سره ناستې پاستې کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کی ښکاره لاس وهي.
دا ډېر په پیسو راغلي استازي چې په اونیو – اونیو خپلو دندو ته نه حاضرېږي او جرګه بی نصابه پاتېږي، هغه وخت چیری وي چې بهرني پوځونه په کلیو، ودونو، جنازو، کروندو او روغتونونو بمونه غورځوي او په سلګونو خلک د مرګ کومي ته لېږي.
دا سمه نیمه د حرامو پیسو د ملیونرانو ولسي جرګه، هغه وخت چیری وي چې ترهګر پلونه ورانوي، سړکونه په ماشینونو اړوي، قومي مشران وژني، انفجارونه او انتحارونه کوي او په هېواد کې ناورینونه زېږوي.
دا تش په نامه ولسي جرګه هغه وخت چیری وي چې د حکومت نیم وزارتونه خپله کلنۍ بودجه نه شي لګولای، د فوتبال د فدراسیون مشر په خپلو لوبغاړو جنسي تېري کوي، علیپور او حسیب قوای مرکز غوندې خلک په رڼا ورځ د ملي حاکمیت او قانون په ضد ناری وهي او په سلګونو نورې لویې او ملي مسلی؛ خو کله چې بیا د ګټو او تامیناتو خبره شي، بیا نیمه شپه غونډې جوړوي او د ځینو فعاله امنیتي افسرانو د موقوفي ګوتې څنډي!
د افغانستان خلک په دې پوهېږي او سروې ګانې هم دا وايي چې جهادي زوراکي او غاصبین او د ملي شوری په تیره بیا ولسي جرګې ځینې غړي، د قانون تر ټولو ستر ماتوونکي دي. ځینې دا ښاغلي ځانونه د خلکو خدمتګار نه؛ بلکه د خلکو مالکین بولي. د تورو هېندارو په موټرو کې ګرځي، قانوني او غیرقانوني باډیګاردان ګرځوي، پریمانه وسلې لري، د وسلو او مخدره توکو په قاچاق، انسان تښتونه، هدفي وژنو او ډېرو نورو جرایمو کې ملوث دي.
په ټولنیزه رسنیو کې د دی پیښې په هکله د خلکو غبرګون، په ښکاره د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ګټه دي او وایي چې د ولسي جرګې یو شمیر غړی د خپلو ګټو له پاره نیمه شپه غونډې جوړولای شي؛ خو په ملي مسایلو کې یې خولې ماتې دي!!
اتلو امنیتي ځواکونو د یو څو ښکرورو خولې ماتې کړئ چې نور زورواکي قانون ته غاړه کېږدي!!