آيا د افغان مارکيټ قضيه حل شوه؟ ياقوت خان شينواری

آيا په پېښور کې د افغان مارکيټ قضيه حل شوېده؟ يو سړی چې سید زوارحسين نوميږي دعوه لري چې د هغه نيکونو د هند د نيمې وچې د وېش وروسته خپل ټول املاک په هند کې پرېښودلي دي او په بدل کې يې د پاکستان حکومت په کال (۱۹۷۱)کې دغه ځمکه چې اوس پرې افغان مارکيټ ودان دی دوي ته ور کړېده.

بل خواه افغان قونسل او افغان فارن آفس دا دعوه لري چې دغه ځای (افغان مارکيټ) افغان دولت د هند د نيمې وچې له وېش د مخه رانيولی دی او دا د افغانستان ملکيت دی.

خو د درې لسيزو راهيسې په دې ځمکه د يوه کشميري چې ځان ته زوارحسين نوم خوښوي دعوه لري، خو د مارکيټ د خلکو په وينا تر اوسه دلته چا نه دی ليدلی خو د هغه مختيار وکيل شوکت جمال کشمیری د هغه استغاثه په مخکمه کې مخکې وړي.

هغه وای چې د دې مارکيټ د ملکيت د دعوې په سر د افغان کونسل جنرال او د زوار حسين دواړو فريقينو په کال (۱۹۸۹-۱۹۷۹) کلونو پورې په مختلفو محکمو کې استغاثه څېړل شوې او اخري ځل په کال (۲۰۱۷)کې. د پاکستان سترې محکمې د ښاغلي زوار حسين په حق کې فيصله کړېوه چې د سپريم کورټ د فيصلې په رڼا کې دا ملکيت د پوليسو په نګرانئ کې هغه (زوارحسين) کشميري ته وسپارل شو. نوموړي زياته ګړېده چې د سپريم کورټ د فيصلې روستو افغان اتهارټي د افغان مارکيټ د خپلولو لپاره د د سپريم کورټ د شوې فيصلې په ضد تر اوسه هيڅ اپيل يا استغاثه نه ده دايره کړې نو په قانوني لارو چارو اوس دا ملکيت زوارحسين ته وسپارل شو خو تر اوسه افغان سفارت د پاکستان د سترې محکمې دا شوې فيصله نه ده منلې. د تېرې څلور نۍ (چهارشنبې) په ورځ د پاکستان ځایي پوليسو د دې مارکيټ څخه افغان جنډا را وشغوله د دوکانونو تالې يې ماتې کړې د خلکو مالونو ته يې غټ تاوان واړولو.ځایي خلکو د پوليسو په دې غونډه ګردئ احتجاج کړی دی.

دا چې د پاکستان سترې محکمې په کال (۲۰۱۷) کې د افغان مارکيټ کيس د افغان کونسلیټ په مخالفت کې فيصله اورولې ده د سپريم کورټ سرکاري وکيل،رجسټرار او نورو ججانو چې د فيصلې کتاب افغان سفارتخانې ته ولېږه په هغه وخت کې اسلام آباد کې څوک سفير ؤ چې د سترې محکمې د فيصلې په ضد يې غوښتنه داير نه کړه؟ د دې پوښتنه خو د ارګ ذمواري ده چې ويې کړي. خو لويه ستونزه داده چې ارګخېلو تل هغه د شاخئ تاخئ ځامن په داسې دندو ګمارلي دي چې د دوي د بد کرکټر له وجې تل د افغانستان په تندي تور داغ جوړ کړی دی.

د اوسني افغان سفير کور آباد چې بيرغ يې بېرته اوچت کړو خو آيا د افغان مارکيټ قضيه حل شوه؟ (نه ده حل شوې) بيرغ پورته کول دا کار د جزباتو نه دی لويه سينه او سياسي بصيرت پکار دی. لويه ستونزه په ځای پاتې ده او هغه دا چې مخالف فريق به يو ځل بيا استيناف وکړي او د عدالت دروازه به وټکوي.

دويم دا چې تاسې ټولو ته د پاکستان عدالتونه ښه معلوم دي چې ډېر ځله په کې د انصاف فقدان وي (مظلوم ته حق ورکول د آسمان څخه ستوري راښکته کول دي). بله اهمه خبره داده چې نن پرون د پاکستان بهرنيو اړيکو دفتر د افغان سفير دا عمل (افغان مارکيټ باندې جنډا پورته کول) د پاکستان د قانون په ضد عمل بللی او زياته کړې يې ده چې مونږ به د سترې محکمې د فيصلې پوره دفاع کوو او د افغان سفير او نورو ډيپلوماتانو په ضد به هم دوسيه پرانيزو. اوس نو څه کول پکار دي؟

په پاکستان کې په عدالتي لارو چارو افغانان هيڅکله افغان مارکيټ نه شي ګټلی نو که غواړئ چې د تورخم د دروازې جګړه ترې جوړه نه شي چې جنګ دې پرې هم وکړو. او دروازه دې هم بايلو (دروازه جوړه شوه). نو پکار دی چې ارګخېل يو پوهه ډيپلومات په اسلام آباد کې وټاکي او د ډيپلوماتيکو لارو چارو په رڼا افغان مارکيټ بېرته افغان قونسلګرۍ ته وسپارل شي.