دملـــــنګۍ په جامه تېروتو نور نه تېروزو
شـــیخه چپنې لاندي تا هم څو یاران ساتلي
مونږه خو هسي وو ړانده چې ته مو نه پېژندې
تاخو ټوکرۍ لاندي دوه سري تورماران ساتلي
بس په ورېښمینه جامه ځان ته دي تابع کړه واړه
په دې خــــــــــــــبر نه یوچې تا هم ټګماران ساتلي
دخپلو وچو شونډو باج به دي له مونږه اخسیت
خو حقیقت کې دي ګلاب په شان لبان ساتلي
ګوره رضوانه چې غلط نشې خطادي نکړي
داوسنۍ زمانې نجونو هلکان ساتلی
وروستي