خښه ده

څنګه دي خولې ګلابي شپول نیولی
بیا دي د چا په ځیګر خوله خښه ده خدايه! ددې کلي په هر انګړ کې د امېد و نو خزانه خښه ده سپرلیه ورک شې بیا دي ونه ګورمستا په راتلو کې بهانه خښه ده دا ګرم ګرم اسوېلي مې ګورې؟ زړه کې مې اورپه شان کیسه خښه ده جانانه سترګې رپول دي زده کړل ستا په کتو کې تلوسه خښه ده رضوانه تګ راتګ مو اوس کړاو دی په برګودر کې جنازه خښه ده