تن په تن ستا یو لښکر غمونه دي وایه! مېړنی یمه کنه یمه ما خو ستا په نوم پټکی ول کړی دی ستا دلاس بنګړی یمه کنه یمه ستا نوم مې دنیت په ځاي کې ولوسته وایه لېونی یمه کنه یمه یو ځل اشارت کوه بیا وګوره تاته سپېلنی یمه کنه یمه مرګه تور ټغردي ټولوه درځه! اوس خولاژوندی یمه کنه یمه سترګو باندي موټي تېر کړه وګوره وايه ستا لالی یمه کنه یمه خير ده یوځل ووایه خوشحال به شم ګوته کې غمی یمه کنه یمه خپل رضوان ته غبرګې سترګې پټې کړه شال ته دي زونډی یمه کنه یمه
وروستي