شهيداميردادمحمدخان الکوزی (هلمند)
اې زمادزړګـــــــــي سـره دشهـــــادت دي مبــــارک سه
ته ځلاند وي لکــــــه لمره دشهـــــــــادت دي مبارک سه
سور وسپين کړي داړي سري نن خپل دشوم هوس دپاره
اې پرهـرپرهر ځګـــــــــره دشهـــــــــادت دي مبارک سه
زموږبهــــــاربهـــــــارځوانـــــی دي په زروارلتانه جــــاروي
وابه نه وړولــــــه ده دره دشهــــادت دي مبــــــارک سه
ډارن نه وي له مرګـــــي نه اې شهيــــدشهيـــــــدجانانه
هسکـــه غاړه نا زپرواوره دشهـــــادت دي مبــــارک سه
وينـــي وينــــــي سرې غوټــي مي دمرګي وهي ټالونه
څوک بې مسته کړي سندره دشهــــادت دي مبارک سه
هلمند بياسرپه زنګـون دی ارغند هم لمـــبه لمــــبه سو
سوی ســـاندي اوچت غره دشهـــــادت دي مبارک سه
په جامـــع اې ختانوځــــــي دادبل په ټوک لــــوی سوي
زړه يې کلـــک لکه ډبره د شهــــــــــادت دي مبارک سه
درته جــــــوړي داسيــــسې دي رابيدارســــــي پتنګانو
دغاصــب مور دي وي بوره دشهـــــــادت دي مبارک سه
اې اميردادمحمـــــدخانه خدای دي درکــــــړي جنــــتونه
لاس په دعا ولــــراوبره دشهــــــادت دي مبــــــارک سه
ستا تاريخ په کرشه کرشـــــه نويشــــته دي په سروزرو
دابدال دتوري سپـــــره دشهــــــادت دي مبارک ســــــه
زه الکوزی به ليکـــــم دخــــــوژمن زړګـــــــي سنــــدري
اې دسولې پېغمـــــبر ه دشهـــــــــــادت دي مبارک سه
منا ن الکوزی
--------------
وروستي