
توره بخته چیرته پروت یې
لږ راویښ شه
لږ دې تاندې کړه وزرې
لږ دې وشینده وزرې
مشکین آس دې
برابر کړه،،
مخته پروت دی
لا مزل د ډیرو لارو
ځوانې مې جذبې کړه
زلمۍ مې حوصلې کړه
سیال لا نه یمه
سیالۍ ته هوسیږم
نور زلمي رانه ټول لاړل
چا منزل ته لاره وکړه
څوک په لاره دي منزل ته
چا قربانۍ ورکړې
څوک لا دم وهي ډګر کې
خو!!
ته پروت یې لا هماسې
لا خوبونه په یک دم کړې
لاخریږې هوسیږې
و نور خوب ته
توبه!! دا څومره او څنګه خوب دی؟؟
پاڅه کاروان لاړه
قافلې شوې ټولې تیرې
دا مشال په لاس کې واخله!!
ځآن دې سیال کړه د سیالانو
ته خو کم نه یې له چانه
هم په توره او میړانه
هم په عقل او حکمت کې...
نو بیا ولې داسې پروت یې
پاڅه پاڅه کاروان لاړه!!!