غزل

څنګه ریز مریز زیر و زبر شوم
ښکار چې ستا د سترګو په نظر شوم
د فطرت رنګینۍ واړه دي اریانې
ګویا چې ستا د حسن په تعبیر شوم
بدرنګیو کډې بار کړې! دي روانې
روان چې ستا د لارې په سفر شوم
ملکو پورته کړۍ لاسونه آمین وایۍ
دعا ګوی مې د دلبر د مخ منظر شوم
تروږمۍ پلو دې ټول کړه سپین سبا ده
خبر نه یې د جانان د مخ سحر شوم