دغلامی په تارپېيلی غداران خوشوی
دازادی مستی نغمی تل پتنګان خوشوی
لکه ګلاب دسربازی رنګ دی اخستی جرس
تل په ډولو چی وی لشکر دا افغانان خوشوی
چی بيده زړونه ويشوی داسی نغمی دی په کار
چی سری غوټی می سی پری واپشتون جانان خوشوی
قلم کی خپل ځان ځانی پريږدی لراوبر پشتنو
دعلم پوهی ډيوی بلی عاقيلان خوشوی
په ياقربان قربان به وايو پشتونخواپشتونخوا
دغيرت ډکی پيمانی تل سربازان خوشوی
که می هرڅوپه کاڼوولی پشتانه مينه ده
تل سرشندنه په وطن خوننګياليان خوشوی
که می هربنداره اره جانان جانان به وايم
دسرپه بعيه پشتانه پشتونستان خوشوی
الکوزی که غلام مړوم بيامی وه غورځوی
تل بلبلان دازادی نوم ونشان خوشوی
داشعروه ظاهر انګارته په ګرديز کی اوحبيب کامران ته په سويډن کی ډالۍ کوم
منان الکوزی
--------------
وروستي