د لوستو خــــلکو له ناستې ډېر څه زده کېږي

د تېرې پنجشنبې په ماښام په کامه کې د محمد داود وفا کورته وربلل شويو ځانګړيو مېلمنو، چې په يوه خونه کې سره راټول ول خپل منځي غورې کولې، خبرو ورو- ورو علمي بڼه غوره کړه، چې د افغان راتلونکى نسل او د افغانستان اصلاح دبحث موضوع شوه.
دغې ناستې ته له پلازمېنې نه راغلي د سيمه ايزو مطالعاتو د دفتر مشر ښاغلي عبدالغفور لېوال او ورسره دوه تنه نور ملګري، له کونړ نه نعمت الله کرياب، عبدالله نظامي، بې کور صيب او ادريس غروال وو. له جلال اباد نه باز محمد عابد، شېرشاه همدرد، محب الله الله يار، عزت الله ساغر او ورسره څه نور د پوهنتون استادان ورټول شوي وو.
ليوال صاحب پخپلو خبرو کې ياده کړه چې اوس زموږ د مشرانو څخه وخت تېر دى، که دوى سره په رښتيا هم د وطن د ابادۍ احساس وي، نو نوي نسل ته دې زيات ترجېح ورکړي، خپل څوکۍ دې ځوان نسل ته پرېږدي او د هېواد ابادۍ ته دې وهڅوي.
ده زياته کړه چې بله مهمه قشر د ماشومانو دى، په دوى بايد زيات کار وشي، ځکه کله چې يو ماشوم ٧-٨ کلنۍ ته ورسېږي، نو په دغه وخت کې ځان لپاره مسير لټوي، دوى يو کس هدف ټاکي او د رسيدو لپاره يې کار کوي، چې په کوم ډول ځان يو مقام ته ورسوي، خو له بده مرغه ددې پر ځاى چې موږ ورته د يو نوښتګر شخص کار نامې او لاسته راوړنې وښيو، د هغه کس په اړه ورته معلومات او خبرې ورزده کوو، چې ډېر جنګونه او مرګونه يې کړي وي؛نو همدغلته ده چې دغه ماشوم له ځانه سره د خلکو د وژنو او ربړونو په فکر کې کېږي، چې بلاخره دغه ماشوم ورو- ورو غلطو لارو ته سوق کېږي.
که چيري موږ دغه ماشوم ته د يو جنګيالي سړي پرځاى د يو نوښتګر کس انځور وښايوو نو دغه ماشوم به د همدې نوښتګر تګلاره غوره کوي او په راتلونکي کې به يو ښه نوښتګر ترې جوړ وي.
ښاغلي ليوال په يوه بېلګه کې د ډاکټر عبدالوکيل يادونه وکړه(( ډاکټر عبدالوکيل په شاهي دوره کې د افغانستان د زراعت وزيرو او په همدې څانګه کې يې له امريکې نه دوکتوره هم راوړې وه. ده د لومړي ځل لپاره په وردګو کې د مڼو کښت ته کار وکړ او دغه دود يې ژوندى کړ، چې اوس د همدې له برکته د افغانستان د مڼو توليد ښه نوم لري.)) که موږ خپل ماشومانو ته ددغسې يو شخصيت کارنامي تشريح کړو او ورته په درنه سترګه وګورو، زه فکر کوم چې راتلونکى نسل به د نيکو احساساتو سره کوښښ وکړي، چې د عبدالوکيل په شان زراعت او د هېواد ابادۍ لپاره کار وکړي، تر څو دې خاورې ته د خدمت مصدر وګرځي.
له بل پلوه د شاعرانو څخه هم ګيلي کېدې، په دغه ناسته کې ياده شوه، چې ډيرى شاعران ددې پر ځاى چې سوله ايزه شعرونه جوړ کړي، احساساتو ته لمنه وهي حتى چې په خپل شعرونو کې نورو ته کنځلى او بدې ردې وايي. شېرشاه همدرد وويل: چې ددغو شاعرانو شعرونه په خلکو ډېر بد تاثير کوي. ده يې بېلګه د تېرې نارنج ګل ميلې ياده کړه او ويل يې؛ چې د ښه شعر ليکونکي شاعر ته داد نه ورکول کېده؛ خو د احساساتو، هغه ته به د لاسونو پړکه هارې نه کرارېده، چې يو څو دانويې مستقيماً د چارواکو نومونه واخيستل او بدې ردې يې ورته ويلې. نوموړي وويل: خلک هم پړ نه دي؛ ځکه چې شاعرانو پخوا داسې زشتي شعرونه ويلي دي چې د سولى شعر ورته هېڅ خوند نه ورکوي.
له کونړ نه راغلي نعمت الله کرياب بيا کومې مشاعرې ته د ورتلو کيسه وکړه. ده وويل (( يو ځل چېرته مشاعرې ته تلو؛ نو په لاره کې مو خپل ملګرو سره خبرې وکړي چې زيات تريخ شعرونه به نه وايو کوښښ به مو داوي چې اصلاحي شعر ووايو؛ خو کله چې د مشاعري ځاى ته ورسيدو؛ نو زموږ د يو ملګري وار راغى، ده زياته کړه، چې د شعر دويلو څخه مخکې مې يو ځل بيا ورته ياده کړه، خو دا شاعر ددې لپاره چې د خپلې خوښې تېز( تريخ )شعر ووايي، داسې يو شعر يې شروع کړ، چې د خلکو زړه پکې تنګ او شورماشو جوړ کړي. او همداسې وشو د تالار ګډونوال شورماشور جوړ کړ. ده ته هم موقع په لاس ورغله او غږ يې وکړ، چې که سم شعر اوريدل غواړئ؛ نو غوږ شئ! ده دخپل تريخ او د نفرت څخه ډک شعر په ويلو پېل کړ چې د خلکو له خوا په ډېرو سختو احساساتو بدرګه شو.
له پورتنو خبرو مې موخه د خپلې ټولنې راتلونکې د سمون په لور هڅول دي، چې پړه يې له يو غريب او عادي افغان نه نيولې آن تر يو لوړ رتبه کس پورې ده. راځئ! تردې وروسته نور د شعار او احساساتو پرځاى خپلو شعرونو، ليکنو او ناستو کې مينه، عاطفه او ورو ولۍ ته ځاى ورکړو ترڅو ددې جنګيالي ولس ذهن د لوست له تورو سره بلد کړو.