فيچر څه ته وايي؟    (ورکشاپ)

په پورته موضوع ننګرهار رسنيز کور (٢) ورځنى ورکشاپ د سه شنبې په ورځ رابللى و. په دغه ورکشاپ کې ١٥ تنو ځوانو خبريالانو ګډون درلود.
په  ورکشاپ کې د فيچر پېژندنې. پر بېلابېلو خواوو د استاد شېرشاه همدرد له خوا دوو ورځو په اوږدو کې بحث او عملي کار وشو.
فيچر د اوږده رپورټ يو ډول دى، چې په  ژبنۍ او مانيزې ښکلاينې سر بيره  د ورځې مهم موضوعات په تفصيل سره څيړي، په دې اړه د نورې نړۍ د باتجربه خبريالانو نظريات، په راډيو، تلويزيون او ورځپاڼو کې د فيچر بڼې او ګڼ نور مسايل او عملي ليکنې لارښوونې زده کوونکو ته وښودل شوې.
پخپله زده کوونکي د ژورناليزم له زده کړې خورا راضې و او غوښتنه يې داوه چې، په دومره لنډ وخت کې دوى دا هرڅه سم نه شي زده کولى او ميديوتيک دې دغسې لږې اوږدې برنامې په کارواچويي.
ننګرهار ميډياهاوس
صيام الدين پسرلى