تورزاغان می په بڼ ګډ سوشاپيری دپه چيغارو
بياهوسی دی توريدلی تورپيکی دپه چيغارو
دريښمو محل بيا لکه شفق ای لونګينه
بيا پيونددګلوڅانګی شين خالی دپه چيغارو
غنم رنګ دازادی په رنګينيوکی ونغاړی
دنفاق جامونه مات کی غرڅنی دپه چيغارو
زموږ دويرشپيلی دماته رابيدارسی ځونیمرګو
ګودروينی وينی ژاړی ناوکی دپه چيغارو
ساقی خپل سازونه نوردی زمازخمی زخمی جانانه
لالی پروت دمرګ په پوله ليونی دپه چيغارو
زرپرستو بياداؤ کړی ګل زرين ای وطنوالو
فضل وکی لويه خدايه ګل غوټی دپه چيغارو
بيااميل دسروياقوتوورپه غاړه نازنين ته
ګوندی مړاوی غوټی ګل سی ګلالی دپه چيغارو
بيالمرين که بدرکه الکوزيه په سندرو
سپوژمی څرک واه راخيږه ملالی دپه چيغارو
منان الکوزی
وروستي