دواک لیوني (طنز)



سیاســــــت بې څټه کړه ځنځیري لیونیان
اټ او ســــټ يــــې کـــړل درانه افغـــــانان
یو اودس ورباندې تازه کــــــوی لــــــس پلا
بل بمونه ورباندې شېندي بیـــــګاه او سبا
له سیاسته ګوډاګیانو پزه نیولې ده په هوا
یوه اینــــه د تلــویزیـونـونـو په ځـــــړولو یخـــوله
په کېبلويې سـم ســـــیده ځـوانان کــــــږوله
موچڼه يې په ښځــــــو په شــــلاغو اصـــلوله
بل سره غله وه چــــې راغله پر اوږه د امریکا
له کبـــــره رذیلانو پزه نیولـــــې ده په هـــــوا
ولاړ وه ږیـــرې یــې په لوېشـــت اندازه کوله
لارې یې هر چیرې د لمانــځه لپاره بنـــدوله
بیله لمانځه ،اودسه په بل څه نه پوهېـــــدله
ان هنـدویې نه ایله کوی بې لمانځه دوه پلا
له سیاسـته لنډه غرو پزه نیولې ده په هوا
د ساز وسرد یې شو ناببره د پلار دښمنان
یو یې سوځــــل پتـــې ، رادیوګاني او ټیپان
بنديې کړل ټول د جنـــو هلـــکانو مکتـــــبان
بل شرعی چار عیبه ټالې څټي وه د امریکا
له سیاسته سړیخورو پزه نیولی ده په هوا
یوفــوتبالــــځي ته یې ویل د کربلا میــــدان
غازی ستــــودیم ځای شــو د وژلو د انسان
سکوښتل یې هر چیري د ځوانانو وېښتان
بل اختــــرونه بدل کړه د کـــــربلا په ســــبا
له سیــاسته اورګډوپزه نیولـــــې ده په هوا
یوه له خپلــی ولکې جوړه کړ ه بندیخـــانه
د هر ملا په جیب کې وه د یووزارت بودیجه
د سپـــين کالیو ښه عزت شو او هم ډبډبه
هغه بل د وطــــــن د ورانولو لپاره وتړله ملا
له سیاسته درغـلګرو پزه نیولې ده په هوا

یوه د هیــــواد ټولو دوتروته کولپــــونه واچوله
له ورځي پنځه- لس لاسونه جراحي کېدله
د ډاکتـــرانو مخـــونه تور، تیمونه پر ځــړیدله
د امر او منکراتو امیرشو لیون حاله ګوډ ملا
له سیاســــته بدمخو پزه نیولی ده په هوا

پتـــره کــــول نـه وه ټوکــــر ټوکــــر کول وه
د ټـــپ مرهـــم نه وه څـــېـرل څېـــــرل وه
هـر چیـــرې پوهــــانو ته لینګته اچـــول وه
د هیـــــواد یې کړه په دی کـــړو ماته مـــلا
له سیاسته توپکمارو پزه نیولې ده په هوا
ددین سپـــين عالمــان تور جاســــــوسان شوه
له یوه ســـــره ټوله د شــــولمبو مـــچان شو ه
هـــــــر کور ته غــــوږ نیولي شیــــــطانان شوه
په واده کې دریه وهل شوه په اوه مذهبه ناروا
له سیاستــــه ټګانو پزه نیولــــی ده په هـــــوا
ښــــځې بندې شـــــوې په کوروکــــي له بازاره
هر ښځې بهــــــر ته غوښــــت یو محـــرم بیکاره
دښځو ، دوکاندار تر منځ ماشومان شوه واسطه
غمچــــینه په لاس ګزمه کـــوله لیونی ګــوډ ملا
له سیاسته بدمخـــــو پزه نیولــــی وه په هـــوا
طالــــبان تر وزر لاندې نیولـــې وه پاکستان
سیاست ملا نوکر کړ د ملعــــون شیــــطان
هرچاته بلا شـــوه لنډه ږیره او وېښــــــتان
خلــــــــک لاس و خدای ته شـــــوه په دعا
له سیاسته چغلګرو پزه نیولې ده په هوا
دبل په ساز نڅیــــدل کاشـــــکې وای خپلواک
خــطا وتل طالـــبان چې بند یې کـــــــړل تریاک
په لغتـــــــه يي ووهه د مافـیا تنخواه او خوراک
ناببره غوټه پر ووهله د وسپنې الوتکې له هوا
طالبــان يې ورک تریاک یـــې کـــړه بیرته احیا
د نیا افغانســـتان په زورلـه طالبانو وژغــــوره
خپل يي په کښې وکړه موږ يې کړو اولنمره
په تولید دتریاکو او په پسات کې دویم نمـــره
امریکا داسې خلک راوستل بې شرم او حیا
چـــې د بل لپاره ناڅـــــي د ولـــس په واویلا
دولـــس پزه تروه شــــوه بیا د پردو په راتلو
بګیلان يي ولیده د هــــــغو پر غاړو چېــــچو
چې ایمان يې پلوری لکه ځړوکۍ په پېـسو
باغ بیرته حواله شـو هغو تور کارغـــانو ته بیا
چی د بل لپاره ناڅـــي بې پرتوګه هرســــبا
بیا په خپل کـــور کـــې خلک بندیان شــــوه
په خپل کلــــی کي مهاجر او پردیان شــــوه
ټول ځوانان هلــــکان مو نشــــه یان شــــوه
ویل دیمـوکراسۍ ده یاني هر شی دي روا
زنا، لواطــت ، نــشه، جاســـوسی ،اوغــلا
د وطن لرګي سترګې بیا خپلواک شوه
سپمولی کانونه مو د سپو خوراک شوه
څه چې وه د هغو لخوا وڅټل پاک شوه
یو افغان دلته بمبارد شو بل هلته اغــوا
دپسونو پر رمی چغال مقرر شو حکمروا
پردی ننوتل بې خبره نیغ د خلکو په کورو
ولس يي وتښـــــــتوه مخ په بیابان اوغرو
ماړه شول وږي مارغان په غوښو د سړو
د ا خ او وای نارې شــــــوی له هرې خوا
کاشکــې اورېدای دا نارې دا کڼــــې دنیا
ملامـــت څــوک نه دی وروره بیله ما او تا
چې مومشران بریتونه تاوی دبل په ښوروا
هر یو یویو یرغلـــګر را تناووي له یوې خـوا
ورته لاســــونه پړک وو بې خـــبره ما او تا
ورته وایو د مــــور شـــیدی دی شـــه ماما
پام چې هـــــــغوی یوه لوټه نه پریږدي د مــــکان
هر شی ګردي کوی او ځغلوي یې لکه ګونګتان
اوس يي تجــــارت شـــــوی دی پلــــورل دانسان
هر یو یې منــــډه وهي دګټې پســــې هره خوا
په تســـبود لا اله پر ځــــای وای کومـــــه ده غلا
پام چې یو يې نســــوار نه پرېږدي په ښازه
د طالب په نامه د خلــــــکو پرې کوی کلپوره
هر چا خپله هغې نیولــې ده په لاسو ټینګه
له ډاره هــــــر بوشه خــره ته وایې آغا ماما
چــــې خــدای نه کړه وانه وړي په کــومه بلا
هغـــــو ی ټول اوس ځانونه ګــڼي اولیا
په دومره صفت چې کــــړی دی ما اوتا
یو نشته چې ورته وایي سپين رښتیا
چې ځغله دووسه نور مـه ګوره تر شا
داغــټو تورو ګـــوتو ته وګـــوره یو وار زما


کنایي
لاس پوڅي( لاس ناستی)،اټ او سټ کیدل ( مړه او تباه کیدل)؛پزه په هوانیول( مغروریدل)، لنګته اچول(ګټه اخیستل)؛خپل رزق په لغته وهل(خپله ګټه په لغته وهل)؛غوټه وهل( حمله)؛خپله پکښې کول(خپل مقصد په غلا حاصلول)؛ وچ سترګی ( بی حیا ).