دازادی بيرغ

هغه زړی سندری پريږدی دزړوسره
دازادی ترانی خوندکړی دډولو سره
نوی جامی کی ورپه غاړه دوحدت په نامه
داسمان ستوری بدرګه کی سپیدوسره
راسی سنګار په سروياقوتو دلسزوستړی
سپوژمی نن څرک واه راخيږه دډيوسره
سپرلی سپرلی کی نازنين لکه نغمه درباب
دسولی سورشال ورپه سردترانوسره
شپيلی خوږه ليلی نڅانغمه نغمه وه فضا
ده تاريخ پاڼی کی تازه دولولو سره
دپشتنی غرور دی جار يې څورلسمی سپوژمی
دادنفاق لعنت کی ټول نن په جرګوسره
سپين کوتری کهکشان دشين اسمان په لمن
دازادی بيرغ کی پورته دنغموسره
الکوزی که پيوند دسرولعلونوغمی
جګی شملی پشتانه خوندداتڼوسره
منان الکوزی