عبدالله عبدالله که ټاکنې ګټي پړه به یې د چا په غاړه وي؟

روهي( پنځه نۍ/۴ د تلې )، دا چې ولسمشریزو انتخاباتو ته یواځې یو نیم شوا روز پاتې دی او تردې مهاله دوه مخکښ ټیمونه چې یو ځان او ټیم دولت ساز او بل مخکښ ټیم ځان او خپل ټیم ثبات او همپالنه یادوي، که چېرې په دغو تاریخو ولسمشریزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټيم چې خپل ځان د هېواد د ټولو قومونو د وصل کړۍ هم یادوي، بریالۍ کېږي؟ نو پړه به یې د اوسني ولسمشر ( محمد اشرف غني ) چې د دولت ساز ټیم مشري هم په غاړه لري د ده وي.
 
دا پړه د اوسني ولسمشر ( د دولت ساز ټیم پر مشر) ځکه اچوم چې د په ۲۰۱۴ م کال کې د خپل کمپاین پر وخت خلکو سره کړې ژمنې پوره نه کړې چې ځينې یې دلته د مثال لپاره راوړم ( ده ویلي وو چې د ممبر او ارګ ترمنځ واټن کوم، فساد له منځه وړم، افغانستان یو ځل بیا په پښو ودروم، د واک جزیرې له منځه وړم، سوله راوړم او داسې نور که اوس وکتل شي نو د هغو وعدو څخه یوه هم نه ده پوره شوې.

د پورته وعدو نه پوره کېدو په صورت دا ځل ډېری قومونو، سیاسیونو او شوراګانو د دغه ټیم څخه لاس واخیست او په مقابل کې اوسني اجرایه رییس ( عبدالله عبدالله ) څخه خپل یې ملاتړ اعلان کړي.

د هغه ټیم ( دولت ساز ) یو شعار دادی چې زورواکو سره معامله نه کوو خو بیا که وکتل شي همدغه ټيم د خپل شعار پر ستوني پښه ایښې ده او د ډېرو زورواکو سره یې مخکې له بریا څخه معامله کړې لکه د هغې جملې څخه د شمال لوی جنګسالار ( جنرال مالک ) سره معامله د یادولو وړ ده. جنرال مالک چې د زرګونو افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو لوی قاتل دی.

همدا ډول د دغه ټيم په رهبرۍ داسې تورونه هم شتون لري چې په پټه باندې یې د پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه هم معامله کړې او هغه یې د پاکستان خاوره یاده کړې ده.
 
بله لویه ستونزه چې ټول ولس ورسره لاس او ګرېوان دی هغه د امنیت نه شتون دی چې له کبله یې د هېواد څخه په میلیونه ډالر پانګه د هېواد بهر وتلې ده او همدا ډول د کمزوري مدیریت له کبله د هېواد په زیاتو ادارو کې ژبنی او قومي تزاد د دې لامل دی چې هيڅ کومې ادارې څخه ولس خوښ نه دی، ترټولو لویه بېلګه یې د پارلمان لپاره د شوو ټاکنو نتیجه وه چې د څو میاشتې د ځند څخه وروسته بیا هم ټولو خلکو ته د منلو وړ نه ده.

تردې لازیاته مهمه موضوع بیا د بهرني سیاست لپاره د یوې مالومې تګلارې نشتون دی چې دا بیا هغه مسله ده چې د نشتون له کبله تردې دمه زمونږ دوست او دښمن مالوم نه دی.
هغه غلطي چې د افغانستان هر وګړی ورباندې خبر دی چې کلیدي وزارتونه د حکومت شروع څخه بیا تر حکومت تر ختمېدو پورې د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کېدل دي( خارجه وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او دفاع وزارتونه دي چې مهم او کلیدي وزارتونه دي د سرپستانو په واک کې دي.

مونږ د هغه څه څخه هم سترګې نه پټوو چې ځینې مشکلات به دا ( محمد اشرف غني) د اجرایه رییس سره لري خو د ولس ګیله بیا د دولت ساز ټیم د مشر ( محمد اشرف غني ) څخه کېږي او هغه ځکه چې یو ښه مدیر کولی شي چې په خپله اداره کې شته خنډونه له مینځه یوسی چې دا پردې کار هم نه دی توانېدلی.

د دې ترڅنګ بیا که ثبات او همپالنې ټیم ته دا وخت وکتل شي نو د ۲۰۱۴ م کال پر نسبت یې د ډېرو قومونو، ګوندونو، سیاسي څېرو او همدا ډول که د دغه ټیم مشر ( عبدالله عبدالله ) ته بیا وکتل شي نو د خپل ځان سره د بهرني سیاست په تګلاره کې د امریکا ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

د ثبات او همپالنې ټیم یو بل شعار چې خپل ځان د هېواد د ټولو قومونو د وصل کړی بولي هم رښتینی برېښي او هغه ځکه چې په دغه ټیم کې پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او په ټوله کې د هېواد هر قوم یو استازی لیدل کېږي.

ولې ثبات او همپالنې ټیم داځل ډېر خلک له ځان سره یو ځای کړي او د ډېری خلکو د باور ټیم ګرځېدلی ؟ هغه ځکه چې د دغه ټيم رهبري د هېواد ټولو وګړو ته د احترام په نظر ګوري او مالومه خبره ده چې په کوم ځای کې د چا عزت وي د همغه چا دوستي او په سختۍ کې لاس ورکوي.

دا چې پر ۶ میزان ولس څوک تر ارګه رسوي ولس به دا فیصله کوي.