پښتو ضد قوتونه په نړيوال لوبغالي کې

د جمهور رئيس حامد \"کرزي\" د حکومت پر مهال د ملي سرود ترتيب او جوړښت يوه لانجمنه مسئله وه ، هغه مهال د يو شمير دولتي چارواکو او په ځانګړې توګه د ښاغلي عبد الباري \"جهاني\" ليکنې او په بيلابيلو وختونو کې څرګندونې د پام وړ دي.
هغه مهال ډيرې معتريضين غير پښتانه وه ، هغوى د پياوړي ليکوال او شاعر \"جهاني\" لخوا پر جوړ شوي ملي سرود غير معقولې او خوشې تشې نيوکې وکړې خو په پاى کې په نامعلومه توګه په يو سرود موافقه وشوه او د افغانستان ملي سرود ترتيب شو.
د ملي سرود په جوړښت ، رامنځته کيدو ، اختلاف او اتفاق نه غږيږم بلکه نن 2010-11-15 مې د BBC په پښتو ويبپاڼه کې پر خپاره شوي يو خبر سترګې ولګيدلې چې د افغانستان د اولمپيک د کميټې د يو مسئول په حواله يې ليکلي وه هغه نه پوهيږي چې د چين د هيواد د ګوانجو په ښار کې د اسيايي لوبو د پيل پر مهال ولې د افغانستان ملي سرود ندې غږول شوى بلکه يوه دري سندره (وطن عشق تو افتخارم) غږول شوى ده.
نوموړى ويبپاڼې دغه خبره د اولمپيک د کميټې د يو مسئول مصطفى وردګ په حواله کړى څوک چې دا مهال په چين کې د افغاني لوبغاړو سره د چين د ګوانجو په ښار کې موجود دى .
ښاغلي \"وردګ\" ويلي چې له همدې ورڅخه بخښنه غوښتل شوى خو بيا هم دوى پلټنې کوي .
نوموړي دا ندي ويلي چې چا ورڅخه بخښنه غوښتې ، د بخښنې پر مهال يې څه غبرګون ښودلى او ايا بخښنه پدې هکله د لوبو د منتظيمينو څخه د پوښتنې څخه وروسته منځته راغلى او که څنګه ؟
((بايد ووايو چې د لوبو يا کوم بل هيواد ته د لوړ رتبه چارواکو د تګ پر مهال د نوموړي هيواد ملي سرود په ساز کې غږول کيږي ، خلک يې په احترام دريږي او د هيواد ملي بيرغ رپول کيږي .))
د دې راپور د ليدلو سره سمدستي ذهن ته راپريوتل چې د پښتنو پر ضد تعصب خپل اوج ته رسيدلې پدې هکله د هيواد دننه روان حالت ټولو ته څرګند دى ، د افغانستان څخه بهر د افغانستان په سفارتونو کې د پښتنو محصلينو او يا نورو بهر ميشتو افغانانو سره په سفارتونو او قونصلګيريو کې ګمارل شويو غير پښتنو کار کوونکو چال چلند هم له چا پټ ندى خو د لوبې ډګر ته د تعصب ننوتل تازه تازه په چين کې پيل شول .
کله چې د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې برياليتوبونه لاسته راوړل او هيواد ته د راستنيدو پر مهال يو شمير چارواکي د هغوى استقبال ته ورغلل نو هم يو شمير نورو په اصطلاح متعصبينو پر دې ښه راغلاست او د بريا له امله په خوښۍ نيوکې وکړې او دغه برياليتوبونه يې عادي وګڼل .
خو بل پلو کله چې يو بل افغان لوبغاړي (نيکپا) په تيکواندو کې ميډال تر لاسه کړ نو د يو اتل په توګه استقبال شو اعتراض لا څه چې ټول افغانستان خپل افتخار وباله او هغه ته يې نيکې پيرزوينې وړاندى کړى.
اوس چې په چين کې د اسيايي لوبو پر مهال د افغانستان ملي سرود چې په پښتو ژبه دى له نظره غورځول کيږي داسې بريښي چې د هيواد څخه بهر هم يو شمير فعال اړخونه موجود دي چې د پښتنو د پښو وهلو او ملي سطحې څخه د پښتو د محوه کولو کوښښ کوي.
څرګنده ده چې په چين کې د لوبو پر مهال د لوبو منتظيميونو او يا لږ تر لږه د سرود غږوونکو به دغه سندره يا خو په چين کې د افغانستان سفارت ، يا د لوبغاړو او يا به يې د لوبغاړو د مسئول څخه تر لاسه کړي وي چې د مسئول تن پيدا کول کومه ستونځمنه خبره نده .
کله چې د هيواد څخه بهر په ملي کچه د پښتو پر ضد کارونه تر سره کيږي او هغه هم د لوبو په څير په يو غير سياسي ډګر کې نو د افغانستان د حکومت څخه په کلکه سره غوښتنه کيږي چې بايد د دې ډول کړنو پوښتنه وکړي ، مسئولين يې پيدا ، محاکمه او د دا ډول کړنو د تکراري رامنځته کيدو مخه ونيسي .
دا هغه څه دي چې نه يواځې د افغانسنتان د ملي ژبې سره خيانت بلل کيږي بلکه په نړيواله سطحه د افغانستان په زيان هم بلل کيږي.
د افغانستان د اولمپيک کميټې مسئولين او د افغانستان ګرد چارواکي بايد د مسئوليت په احساسولو سره دې موضوع ته پام وکړي او د افغانستان وولس ته د هغوى دښمنان په ګوته کړي.
مجاهد پښتون