
د ولسمشریزې ټاکنې ډېرې رانږدې دي،د افغانانو ټاکنه باید څنګه وي ؟ څوک وټاکي په کومو شرایطو، ددې پوښتنو ځواب باید هرافغان له ځان سره ولري ، ما د پورته پوښتنو ځواب لپاره څو کرښې کښلې چې کولای شي یوڅه مرسته وکړي.
د پورته پوښتنو د ځواب د آسانه کولو لپاره د ګاندي له یوې وړوکې کیسې شروع کوو :
وایي:" کله چې د هغې جلسې وخت شو چې هندوان د انګلیسانو څخه د خپلو حقوقو دفاع وکړي ، ګاندي په منډو د رېل ګاډي په لور ځغستل چې د رېل ګاډي څخه پاتې نشي ، رېل ګاډي حرکت وکړ، ګاندي چې کله رېل ګاډي ته پورته کیدلو نو یوه څپلکه یې له پښې ولویده ، بیرته ورپسې کوز نه شو نه بله څپلکه یې خپله ورپسې وغورځوله ، کله چې جلسې ته راورسید، په لوڅو پښو راننوتو یې ټولو انګریزانو ډیر وخندل ، پدې کې یوه انګریز د تمسخر په ډول ورته وویل: ښاغلی ګاندي ! څپلکې مو ؟! داسې نه چې په لوڅو پښو د هندوانو له حقوقو څخه دفاغ کوې ؟؟"
"پدې خبر جلسه کې ناست انګریزانو نوره هم خندا په زوره کړه ، اما ګاندي غوږ و او مسکی وو ورته ، کله یې چې خندا ودرېده نو ګاندي په نرمو الفاظو ورته وویل : چې راتلم څپلکه مې رانه ولوېده بېرته ورپسې کوزیدلای نشوای ، ځکه بیا دلته نشوای رارسیدلای ، نو هغه بله څپلکه مې هم ورپسې ګذار کړه ، ترڅو که یو پای لوڅ هندو یې پیدا کړي ، دواړه څپلکې ولري نه یو لنګه ......... پدې خبر سره جلسه کې یوه ژور سکوت اختیار شو ."
هوووو!هو انسانیت دی اویو ایډیال او کاریزما رهبردي ته وایي، ډنګراو بې ځانه اما د خپل ملت لپاره یې د تعهد د مستیو ډک ذهن ، لوڅې پښې په سوځېدلو نفسو ، بغیر له کوم شرم څخه په لوڅو پښو د خپل هیواد د حق او حیثیت لپاره منډې وهي.
که څه هم زمونږ په اوسنیو سیاسي رهبرانو کې له هره پلوه پوره یو سیاسي ایډيال رهبرپيدا کول یوڅه ګران کار دی ، خو د وخت اړتیا همدا ده چې د جمهوریت ساتنې لپاره او په ټوله کې د یوه منتخب نظام د جوړولو لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړو او خپله ملي فریضه ادا کړو.
ولسمشرۍ ته اولس کسانو ځانونه نوماند کړي ، مونږ هریو د یوه افغان وګړي په حیث ددې حق لرو چې رایه ورکړو ، لازمه ده چې د خپلې رایې لپاره د ټاکنې مشروطه کریټریا جوړه کړو ، د هغه کریټریا په اساس هر یو نوماند چې لوړ نومرې واخیستې همغه ته رایه ورکړو.
مثلآ زه په خپله مشروطه کریټریا کې د نوماند د ټاکنې لپاره لاندې کریټریا لرم ، چې د همدې کریټریا په اساس نوماند ټاکم او رایه ورکوم:
"اول: نوماند باید مسلمان وي ، ټولو دیني ، قومي ، مذهبي ، ژبني او ټولو ایډیالو ارزښتو او فکرو ته درناوی ولري.
دوهم: نوماند باید په نړیواله او او سیمیزه کچه په سیاست کې لوبیدلی کس وي ، سیاسي ، ټولنیز ثبات ولري.
دریم : نوماند باید د ښځو پرمختګ لپاره په اسلامي او کلتوري چوکاټ کې زمینه جوړونکی وي.
پنځم : نوماند باید ښه انکشافي ، اقتصادي ، فرهنګي برنامې ولري ((د منشور په ویلو سره یې دا ځانو ته واضیح کولای شو))
شپږم :نوماند باید د موجوده جنګ د ختم لپاره یوه ښه نظامي ستراتیژیکه برنامه ولري.
اووم: نوماند باید د پوهنې برخه د موجوده پوهنیز سیستم د بدلون برخه یو ښه اغیزمن پلان ولري.
اتم: نوماند باید جرمي سابقه ونلري.
نهم: نوماند باید د اغیزمنې دیپلوماسۍ له لارې د ګاونډیانو سره هراړخیزې سالمې اړیکې ولرلای شي.
لسم : نوماند باید په نړیواله توګه د بین المللي اړیکو لپاره ښه ستراتیژیکه برنامه ولريږ
یولسم : نوماند باید د خصوصي سکتور د ودې او ددې سکتور په واسطه د ځوانانو د بېکارۍ د د کښته کولو لپاره یوه موثره برنامه ولري.
دولسم : نوماند باید په دواړو رسمي ژبو مسلط وي ، او د افغانستان د معارف له لارې دواړه رسمي ژبو زده کړه په هرافغان وګړي لازمي وګڼي.
دیارلسم : نوماند ته باید ملي ګټې په هرڅه اولیت ولري.
څوارلسم : نوماند باید د سولې رواستلو لپاره یو هراړخیزه برنامه ولري.
پنځلسم : نوماند باید متعصب شخص نه وي ، افغانان په ژبو ، قومو او مذهبو ونه ویشي ."
د پورته مشروطې کریټریا په نظر کې نیولو سره زه نوماندان په مقایسوي ډول ارزوم ، هریو نوماند چې پدې کریټریا کې لومړی راشي همغه ته به زه خپله رایه ورکوم ، ترڅو مې خپله ملي فریضه ادا کړې وي او ترڅنګ مې یې د یوه منتخب حکومت په راوستلو کې خپله ونډه اخیستي ويي.
نوپه همدې ډول هر افغان وګړي ته ضرور بولم چې دې ته ورته کریتریا جوړه کړي او نوماندان و ارزوي او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي ، یوه به یې خپل ملي مسولیت ادا کړی وي بل به یې د یوه منتخب حکومت په جوړولو کې خپله ونډه ادا کړي .
د يو پرمختللي او سولییز افغانستان په هیله !