
ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، نو د حکومت په نوم داسې یو شړېدلی، فلج او په فساد ښکېل جوړښت له حامد کرزي څخه په میراث ورپاتې وو، چې هیچا دا باور نه درلود چې له شپږ میاشتو زیات دوام دې وکړي، مګر ولسمشر غني مټې را ونغښتلې او په ډېر همت او پرلپسې هلو ځلو یې هغه شړېدلی او له کاره لوېدلی جوړښت په حکومت بدل کړ، د فساد مخه یې ونیوله، میراثي او انحصاري کسان یې له واکه وشړل او پر ځای یې وړ او مستعد کسان د مسوولینو په توګه وګومارل او د کال په تېرېدو سره ټولو هیوادوالو په حکومت کې بدلون او ښه والی حس کړ.
دا ځل ولسمشر غني په پام کې لري چې افغانستان د پیاوړي مرکزي دولت خاوند کړي. دا د افغانستان ځنډنۍ هیله ده، ان د غازي امان الله خان له وخت راهیسې د دې هڅه کېږي چې پیاوړی مرکزي دولت رامنځته شي، مګر تراوسه پورې په دې برخه کې موثر کار نه دی شوی. مګر ولسمشر غني د دې لپاره پلان او برنامه لري او باور دی چې په راتلونکو پنځو کالو کې به د افغانستان دغه ځنډنۍ هیله پوره کړي.
ښاغلی غني غواړي چې دینمحوري، ځوانانو ته پاملرنه، د حکومت خدماتمحوره کېدل، خلکمحوري، مشوره، د بیان آزادي، مشارکت، د قربانیانو او حسابورکولو قدرداني او داسې نور ارزښتونه په نظام کې داسې بنسټي کړي چې له امله یې دولت پیاوړی او حکومت فعال شي.
د شوراګانو جوړول، د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو جوړول او پلي کول، په دولت کې د وزارتونو ترمنځ مشارکت، د هر اړخیزو پروګرامونو جوړول او پروګراممحوره فعالیت، انډولیزه وده، د وزارتونو او ولایتونو د اړیکو ټينګول، ښاروالیو ته تشویقي بودیجه، مکافات او مجازات، د خلکو پرمخ د ارګ د دروازې پرانیستل، ولایتونو ته د چارواکو پرلهپسې سفرونه، چې له ډلې یې د جمهوررئیس نږدې څو اویا سفرونه د یادولو وړ دي.
د ملي کنفرانسونو جوړول، د حکومت څو اړخیز فعالیت (د امنیتي کړکېچ په شتون کې د پرمختیايي پروګرامونو پر مخ وړل)، په بېلابېلو برخو کې له نړیوالو تجربو ګټه اخیستل، لکه د آذربایجان او ترکیې د پرمختیايي بودیجې مصرفول او د سولې د ۱۰۰ هوکړهلیکونو مطالعه، د خلکو او څوکۍ له سیاسي انحصارولو سره مبارزه، د لویو مدیریتي کړنلارو له ډلې دي، چې د حکومت په کاري پلان کې دي. باور دی چې په راتلونکو پنځو کالو کې به د ولسمشر غني لاسته راوړنې په بېلابېلو برخو کې تر دې په مراتبو زیاتې وي.