خدايه دتيروزمانواخترخوداسې نه وو
زموږدسمې اودغرو اخترخوداسې نه وو
هلته به هره خوا مېلې وې اتڼونه به وو
زاړوځوانانوبه خوښۍ کړې اوجشنونه به وو
نجونوبه ښکلي اغوستل خوشحالې به وې
دې پاولوشرنګ اودبنګړيوډک لاسونه به وو
دښاراوکليودبانډواخترخوداسې نه وو
زموږدسمې اودغرواخترخوداسې نه وو
اوس هغه ښکلي ځوانا ن نشته بله خواتللي دي
څوک تورې خاورې خوري،څوک باندې دي بيديا تللي دي
ځينوټوپک په لاس اخيستي دي خپل وروڼه وژني
څوک ددښمن په لمسون پايي په خطا تللي دي
دګران وطن دسردرواخترخو داسې نه وو
زموږدسمې اودغرواختر خوداسې نه وو
هلته به ټول خلک خوشحال ؤ چه اختربه راته
خوبان په هېله دوصال ؤچه اختربه راته
دکينو،بغض اوبديو په ځاي مينه به وه
پکې به بل ډول کمال ؤچه اختربه راته
ځوانانوپيغلواوزاړواخترخوداسې نه وو
زموږدسمې اودغرواخترخوداسې نه وو
دلته اوس کرکه پاچاهي کا دښمنۍ ډيرې دي
ابادۍ هسې تصوردی خوورانۍ ډېرې دي
ډېرغريبان پکې دوچ سوړسک په هېله ګرځي
که هره خوادنعمتونو پرېمانۍ ډېرې دي
دې بيوزلانواومړواخترخوداسې نه وو
زموږدسمواودغرواخترخوداسې نه وو
داخترورځې به دمينې اوخوښۍ ورځې وې
غاړه غاړۍ به شوو يوبل ته دورورۍ ورځې وې
په خولا کېدل به ټول خوابدي يوله بله سره
دزغم اوصبرنه به ډکې ګلالۍ ورځې وې
دخوارو،خواروپرګنواخترخوداسې نه وو
زموږدسمې اودغرواخترخوداسې نه وو
نن په اخترکې دخوښوپه ځای غمونه پالو
سورې نارې دي،واويلاوي اواهونه پالو
لاموحجروکې خواره پاتې دي دغم ټغرې
څوک فاتحې لرو،خپل مړي اوقبرونه پالو
دلروبروپښتنواخترخوداسې نه وو
زموږدسمې اودغرو اختر خوداسې نه وو
راځه اختره په ګيلودهرکلی کوو موږ
په لوڅوپښو،څيرې کالودهرکلی کووموږ
دخنداګانوهيله مه لره،چه نه يي شوکړای
په وچوشنډو،سترګوسرودهرکلی کووموږ
روهين دنازوړي په ليمواخترخوداسې نه وو
زموږدسمې اودغرواختر خوداسې نه وو
جرمني،اوفنباخ شهر،١٥٠١١٠٢٠١٠
ميرنواز روهين
وروستي