د يوه سړي په غوږ کې غاښ راشين شوى دى

د ډيلي ميل د راپور له مخې سټيفان هيرسټ يو پخوانى انگرېز کان کيندونکى دى ،چى له شاوخوا ٣٣ کلونو څخه يې د ښي غوږ له درد څخه شکايت کاوه ،بېلابېل درمل يې پرې استعمال کړل خو پايله يې بې نتيجې وه.

 
بالاخره يې، چې سترو ډاکټرانو ته وروړ،نو د غوږ د درد اصلي علت يې غاښ وښود، چې ددي٤٧کلن سړي د غوږ په کانال کې راشين شوى و.
 
ډاکټرانو ددۀ د غوږ په کانال کې يو د شېدو غاښ وموند ،چې د غوږ د کانال ځينو برخو ته يې زيان هم رسولى و.
 
سټيفن هيرسټ په دې اړه وويل: زه هغه وخت چې لا د ١٤ کالونو وم ،غوږ به مې سخت خوږېدۀ ، درد به يې نه کرارېدۀ، نو ځکه مې نه شو کړاى په خپل کار تمرکز ولرم. هېڅوک مې د غوږ په درد نه پوهېدل. بلاخره مې وويل ،چې بايد ددې درد څخه د خلاصون په پار اخري هڅه وکړم، نو د شفيلډ د هلامشاير په روغتون کې مې سترو ډاکټرانو ته ورښکاره کړ؛ هغوۍ د معايناتو په پايله کې روښانه کړه،چې زما په غوږ کې غاښ راشين شوى او د هغه اوږدۀ او په عذابونکي درد څخه وژغورل شوم، چې ډېر يې تنگ کړى وم.
د ډيلي ميل د راپور له مخې هريسټ دوه زامن لري ١٥ کاله مخکې يې د روغتيايي ښې وضعې د نه درلودلو په خاطر دنده پرېښوده.
 
نوموړي وويل:اوس هم لا وختي دى چې د غوږ د درد علت مې پيدا کړ مشر انو څه ښه ويلي دي
ناوخته رسېدل تر نه رسېدلو بهتر دي.