چې ټال دپسرلي وای شنه چينه شپيلۍ خوږه وای
چـــــــې مست وای اتـــــــڼونه دبلبلــــــــــــوترانه وای
چې بيا وای سپينې واورې پرې خړوب داسره لعلونه
دشــــــنه چنارسا يې ته بيا مـــــــیوند ميوند ټپه وای
چــې بيا سپرلی سپرلی وای تنکۍ هيلې سره ګلونه
نرګس نرګس لاليه لــــراوبــــر ســـــــره جـــــــرګه وای
چـــــې بيا ښکلې فضا وای دشنو کـــــوترو سيلـــونه
چې بيا په رباب مســـــته دشيـــــرين لالي نغمه وا ی
چې بياوای ټول پوشلــــی دوحـــــدت په رنګينوکې
غـــــزل غـــــزل جانانه دســـــروګلـــــويوه دســـته وای
الکــــــوزی ويش کــــــه په نغــــــــمو دلــــــــحد مړي
چـــې ورک وای توپيرونه لــــــراوبر يـــــوه ناره وای
وروستي