د سولې خبرو لغوه کېدو ته د پاکستان غبرګون: مونږ تل جګړه غندلې او ښکېلې خواوو مو سولې ته هڅولې

روهي (دوه نۍ/۱۸ د وږي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لغوه کېدو په اړه خبرپاڼه نشر کړې او ويلي دي چې هېواد يې هيله لري ترڅو يادې خبرې بيا پيل شي.

خبرپاڼې ليکلي دي چې د پاکستان حکومت دريځ په دې کې دی چې د افغانستان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسيږي او تاوتريخوالی د حل لار نه ده.

پاکستان وايي چې د افغانستان جګړې حل لار؛ پوځي فشارونه او جګړه نه ده بلکې سره نښتې خواووې دې په پوره حوصلې سره د خبرو او سولې هڅې خپلې کړې.