
مونږ نه د کرزي له حکومته د انتخاباتو مطالبه کړې ده او نه له مخکنيوحکومتونو – حکمتيار
جمال اسمعيل د دوبۍ تلويزيوني شبكې او الحيات ورځپاڼي لپاره د خبريال په توگه كار كوي، او له گڼ شمېر نورو خبري رسنيو سره د خپل دفتر له لاري همكاري لري.
1- په افغانستان کې پارلماني ټاکنې وشوې، تاسو به د پارلماني ټاکنو غوښتنه کوله، نو دا ټاکنې چې يو شمير حزب اسلامي ته منسوبو کسانو هم ګډون پکې درلود، د ستونزې د حل په لور ګام بلل کيدی شي؟
1- ځواب: موږ نه د كرزي له حكومته د انتخاباتو مطالبه كړې ده او نه له مخكنيو حكومتونو، د اوسني حكومت په اړه زموږ نظر همغه دئ چي د مخكنيو حكومتونو په اړه وو، دا د پرديو په لاس پر افغانانو تپل شوي حكومتونه دي، نه مشروعيت لري او نه د هېواد د غميزي د حلولو تلوسه او توان، پرون مو چي د بحران د حل په اړه څه ويل نن همغه خبره كوو، او هغه دا چي بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووځي، افغانانو ته دي د خپل برخليك ټاكلو حق وركړى شي، چي د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ مشران غوره كړي، د افغانانو په كورنيو چارو كي دي بهرنۍ لاسوهني بندي شي، افغاني اسلامپالي ډلي دي توافق وكړي چي له دې وروسته به نه د كودتاگانو او ناروا توطئو له لاري قدرت ته د رسېدو هڅه كوي او نه د پرديو د وسلو او پيسو په زور، د صالح قيادت غوراوى به د ملت حق گڼي او د ملت پرېكړه به د ځان او خپل حريف په اړه مني. موږ نه نن د بهرنيو ځواكونو تر سلطې او د لاس پوڅي حكومت تر اشراف لاندي انتخابات منو او نه مو پرون داسي انتخابات منلي، داسي انتخابات نه مشروعيت لري، نه بحران حل كولى شي، موږ نه انگريز ډوله انتخابات تأييدوو او نه امريكا ډوله، د اسلامي اصولو مطابق انتخابات او هغه هم د هېواد له آزادۍ وروسته او هغه مهال چي ټول بهرني ځواكونه زموږ له هېواده وتلي وي او افغانان د خپل ملك او حاكميت خاوندان وي. حزب اسلامي رسماً او په صريحو الفاظو اعلان كړى چي دا انتخابات مردود دي او مجاهدين په كي برخه نه اخلي، نه بحران حل كولى شي او نه د يوه صالح پارلمان د تأسيس طمعه ترې كېدى شي، د امريكايانو تر سلطې لاندي انتخاباتو كي به هغه څوك پارلمان ته لار مومي چي امريكايان ئې غواړي او د اشغالگرانو ظالمانه او ناروا سلطي ته مشروعيت وركوي.
2- دا څنګه شونې ده د حزب اسلامي غړي په پارلماني ټاکنو کې برخه اخلي، خو د حزب اسلامي امير په نظام کې د ګډون مخالفت کوي او مسلح جهاد ته ادامه ورکوي؟
2- ځواب: د حزب اسلامي محدودو غړو په دې انتخاباتو كي برخه اخيستې ده، هغه هم د ځينو مجبوريتونو له كبله، حزب اسلامي دا مقاومت پيل كړى او تر هغه به دوام وركوي چي ټول اشغالگر ځواكونه زموږ له هېواده ووځي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د افغان ولس د خوښي اسلامي
حكومت قائم شي.
3- د حزب اسلامي پلاوي د حامد کرزي له حکومت سره خبرې وکړې د ستونزې د حل په اړه يې خپله طرحه وړاندې کړه، آيا تاسو د حامد کرزي له حکومت سره د خبرو له لارې د حل امکانات وينئ؟ که داسې وي، نو لدې وړاندې مو د نجيب له حکومت سره ولې داسې نه کول؟ او د دې دواړو تر مينځ توپير په څه کې دی؟
3- ځواب: موږ د بحران د حل يوه جامع طرحه، د ژغورني ملي ميثاق تر نامه لاندي، ټولو ذيدخلو لورو ته وړاندي كړه، ډېرو دا طرحه د روان بحران تر ټولو غوره، معقوله او آسانه حل لاره وگڼله، خو د امريكا مغرورو او بدمستو چارواكو له هغې سره مخالفت وكړ، وئې ويل چي اوس لا د خبرو مناسب وخت نه دئ رارسېدلى، بايد دېرش زره نور فوځ ولېږو، پر مخالفينو خپل بريدونه تشديد كړو او هغه مهال خبري پيل كړو چي مجاهدين كمزوري شوي او زموږ شرائطو منلو ته اړ شوي وي، د كابل حكومت ذليلو چارواكو ته ئې امر وكړ چي له دې طرحي سره توافق ونه كړي. موږ ډاكټر نجيب ته د ده د غوښتني له مخي دې ته ورته طرحه لېږلې وه، په لومړي سر كي ئې هغه ونه منله، خو داسي مهال ئې توافق وكړ چي نور ئې د څه كولو توان نه درلود او بخت ورسره ياري نه كوله، د خپلو ملگرو له لوري او د كي جي بي په امر له كودتا سره مخامخ شو او له ارگ نه ئې د ملل متحد دفتر ته پناه يووړه.
4- امريکا او ملګري ملتونه لا اوس هم تاسو او طالبانو ته د القاعده د ملګرو په سترګه ګوري. تاسو د طالبانو او القاعده په اړه څه نظر لرئ او اړيکې مو ورسره څه ډول دي؟
4- ځواب: امريكا او مؤتلفين ئې پر افغانستان د ناروا بريد د توجيه لپاره مجاهدين القاعده او طالبانو ته منسوبوي، غواړي نړۍ والو ته وښيي چي دوى د القاعدې د ځپلو او طالبانو ته له القاعدې سره د ملگرتيا سزا وركولو په موخه پر افغانستان بريد كړى او يوازي له دوى سره په جگړه بوخت دي، حال دا چي د دوى جنگ له ټول افغان ولس سره دئ او د جنگ قربانيان ئې په سلو كي تر نه نوي زيات عام او بې گناه وگړي دي. موږ له القاعدې او طالبانو سره نه كومه رابطه لرو او نه كومه معاهده. د هر هغه چا ملاتړ كوو چي د يرغلگرو په ضد او د آزادۍ لپاره په روا او جائز مقاومت لاس پوري كوي.
5- ويل کيږي چې د حزب اسلامي يو شمير غړي چې د جګړې دوام نه غواړي، له تاسو نه بيل او له کابل حکومت سره يو ځای شويدي، دا پداسې حال کې چې يو شمير نور بيا له حکومت سره ستاسو د خبرو له لامله حزب پريږدي، دا خبرونه څومره رښتيادي او پر تاسو يې اغيزه څه ده؟
5- ځواب: دا خوشې او بې بنسټه خبري دي چي هيڅ حقيقت نه لري، د كابل په امريكايي حكومت كي تر ټولو افغاني ډلو لږ غړي د حزب اسلامي څو پخواني غړي دي چي د ځينو مجبوريتونو له مخي له حكومت سره يو ځاى شوي، چي تعداد ئې د گوتو په شمېر دئ، هغوى نه د حزب استازي دي او نه د حزب اصولو او تگلاري ته وفادار، هغه څوك چي يرغلگرو ته تسليم شي او په غير اسلامي حكومت كي برخه واخلي د حزب اصول ئې تر پښو لاندي كړي او له حزب نه وتلى. د حزب له لوري د ژغورني ملي ميثاق نه يوازي د حزب ټولو غړو بدرگه كړى او هغه ئې د بحران د حل تر ټولو غوره طرحه گڼلې بلكي ټولو صالح او عقلمنو افغانانو د هغې ملا تړ كړى، دې طرحي د دښمن ټول هغه غلط تبليغات شنډ كړل چي ويل ئې: مجاهدين د جگړي د دوام باعث دي، د روغي جوړي طرحه نه لري، د جگړي پر دوام ټينگار كوي او د تفاهم او روغي جوړي منطق نه پېژني. مهرباني وكړي ما ته د يوه داسي حزبي نوم واخلئ چي د دې طرحي له اعلان سره د مخالفت له كبله له حزب نه وتلى او د كابل له حكومت سره يو ځاى شوى وي.
6- په ځينو سيمو کې د طالبانو او حزب اسلامي د وسله والو تر مينځ د نښتو خبرونه خپاره شول، آيا دا خبرونه رښتيا دي ؟ او آيا دا د امريکايانو او نورو بهرنيانو له وتلو وروسته د يوې بلې کورنۍ جګړې خبرداری نه دی؟
6- ځواب: هو؛ په بغلان، وردگ ميدان، غزني، لوگر، ننگرهار او كاپيسا كي ځينو وسله والو چي په ظاهر كي ځان ته طالبان وايي خو په حقيقت كي د كابل له حكومت سره پټي او ژوري اړيكي لري، د امنيت ملي په وينا د حزب اسلامي په ځينو مجاهدينو بريدونه وكړل، د دې بريدونو لړۍ له يوه كال رادېخوا پيل شوې، موږ خپلو مجاهدينو ته ويلي چي هر مجاهد خپل ورور وگڼي، له هيڅ مجاهد سره په شخړو كي ښكېل نشي، خپله توجه اصلي دښمن ته واړوي، ټول مجاهدين يووالي او وحدت ته راوبلي او په گډه د دښمن مقابله وكړي، خو كه تر بريد لاندي راغلل نو له ځانه دفاع وكړي او غاښ ماتوونكى ځواب وركړي، موږ له مخلصو او صالح طالبانو سره هيڅ ستونزه نه لرو، موږ هغوى ته د وروڼو په سترگه گورو او هغوى موږ ته، خو د طالبانو په ليكو كي داسي مرموزو كړيو نفوذ كړى چي مخكي ئې هم طالبان له حزب اسلامي سره وجنگول او اوس هم د جنگولو هڅه كوي، كه څه هم د دوى په سلو كي تر پنځه نوي زيات له امريكايانو او انگرېزانو سره يو ځاى شوي خو اوس هم داسي كسان په كي پاتي دي چي د مجاهدينو تر منځ د جگړو اورونه بلوي. موږ په مكرره توگه دا هڅه كړې ده او دوام وركوو چي ټول مجاهدين او اسلامپال ځواكونه او شخصيتونه پر يوه ډاډمن محور راغونډ شي، خپل نظريات او درېځونه توحيد كړي، هم له روان بحرانه د وتلو په اړه گډ موقف ولري او هم د مقاومت د څرنگوالي په اړه گډه تگلاره او هم د راتلونكي افغانستان په اړه ورته نظر. له ټولو خواوو سره په دې ارتباط خبرو ته چمتو يو او دې ته هم چمتويو چي د هغو غرضي او مرضي كړيو په ضد گډ موقف غوره كړو چي د پرديو د وسلو، پيسو او مټو په زور قدرت ته رسېدل غواړي. كه نوري ډلي داسي كار ته چمتو وي نو په آسانۍ سره كولى شو د احتمالي نښتو او جگړو مخنيوى وكړو.
موږ دا نه وايو چي د بهرنيو اشغالگرو ځواكونو له وتلو وروسته به د افغانستان په كورنيو چارو كي د لاسوهنو لړۍ پاى ته ورسېږي او زموږ غرضي گاونډيان به د روسيې، هند او امريكا تر څنگ زموږ په كورنيو چارو كي لاسوهنه نه كوي، او د مخكنيو خونړېو پېښو د تكرار هڅه به نه كوي، هغه نړۍ وال او سيمه ييز ځواكونه چي خپلي گټي ئې په افغانستان كي د جگړي له دوام سره غوټه كړې دي، بيا به هم د سابق په څېر له وطن پلورونكو ډلو سره مالي او نظامي مرستي كوي چي د جگړو اور بل وساتي، خو حقيقت دا دئ چي اوس نه دا هېوادونه په مخكني دريځ او وضعيت كي دي او نه په دوى پوري تړلې ډلي، نه د افغانستان وضعيت د مخكي په څېر دئ، نه د سيمي حالت او نه نړۍ وال حالت، ايران او پاكستان له سختو كورنيو ستونزو سره مخامخ دي، د تهران او مسكو تر منځ مخكنى ائتلاف مات شوى او مناسبات ئې خړ پړ شوي، شمالي ائتلاف ټوټې ټوټې شوى، امريكا او ملگري به ئې له وتلو وروسته له داسي ستونزو سره مخامخ كېږي چي مسكو د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته ورسره مخامخ شو، بيا به نه هغه څه كولى شي چي له يولسم ستمبر وروسته ئې وكړل او نه هغه څه چي د شوروي ځواكونو د وتلو پر مهال ئې وكړل او د مسكو په ملگرتيا ئې شمالي ائتلاف جوړ كړ او د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ئې ونيوله. القاعده او پاكستاني طالبان هم په هغه وضعيت كي نه دي چي د مخكي په څېر د افغاني طالبانو مرسته وكړي، دغو زمكنيو واقعيتونو ته په پام سره ويلى شو چي إن شاء الله دا ځل به مخكنۍ ترخې تجربې نه تكرارېږي.
په تېر پسې...
7- آيا د امريکايانو او لويديځوالو له خوا له تاسو سره د خبرو اترو هڅې شوي او هغه کوم امور دي چې تاسو ته يې وړانديز شوی دی؟
7- ځواب: دا محاولات له بريد نه مخكي او وروسته تر نن پوري په مختلفو كچو تر سره شوي، موږ خپل دريځ هغوى ته څرگند كړى.
8- په امريکا کې د حزب اسلامي استازی ښاغلی داود عابدي وايي له امريکايي لوړ پوړو چارواکو لکه هالبروک سره اړيکې لري، دا خبرې څومره رښتيا دي او آيا نوموړی په رښتيا هلته د حزب استازی دی؟
8- ځواب: داؤد عابدي د حزب په استازيتوب له مقابل لوري سره تماسونه درلودل او د حزب موقف ئې دوى ته تشريح كړى.
9- د کابل له فعلي حکومت سره مو د مذاکراتو لپاره تياري وښوده، پر کوم بنسټ ددې ډول مذاکراتو غوښتونکي ياست او آيا باور لرئ چې په روانو حالاتو کې به د کابل حکومت د کوم تړون او موافقې تضمين وکړی شي؟
9- ځواب: د كابل له حكومت سره په مستقله او يوازي توگه رسمي مذاكرات نه دي شوي، شخصي ارتباطات او د اشخاصو له لاري د پيغامونو لېږد رالېږد شوى، رسمي مذاكرات د نورو خواوو تر څنك او
د هغه هيئت له لاري شوي چي د حزب له لوري كابل ته لېږل شوى وو او د ملي ميثاق طرحه ئې ټولو خواوو ته وړاندي كړه.
10- د افغانستان په اړه دامريکا سياست څه ډول وينئ او امريکايان به دلته تر کومه پاتې وي؟ او د افغانستان د ستونزې حل په څه کې وينئ؟
10- ځواب: سپينه ماڼۍ له يوې خوا د هغو امريكايانو تر فشار لاندي ده چي د افغانستان روانه جگړه يوه بېهوده او بې گټي جگړه گڼي چي مالي او ځاني تلفات ئې امريكايان گالي او گټه ئې روسيې او ايران ته رسي، له بلي خوا د هغو جنرالانو او د وسلو جوړولو لويو شركتونو تر فشار لاندي چي له دې جگړي ډېر څه ترلاسه كوي، د راتلونكي كال د جولاى په مياشت كي به معلومه شي چي سپينه ماڼۍ د كوم لوري تر اغېز لاندي وروستۍ پرېكړه كوي، خو دا يو څرگند او انكار نه منونكى حقيقت دئ چي امريكايانو دا جگړه بايللې او له وتلو پرته بله هيڅ چاره نه لري.
11- حزب اسلامي له هغو افغاني جهادي ډلو څخه شميرل کيده چې د اسلامي همغږۍ لور ته يې بلنه ورکوله، آيا حزب اسلامي اوس هم د بهرنيو جنګياليو په را جذبولو او راوستلو کې څه رول لري؟
11- ځواب: په داسي حال كي چي موږ له هغو مخلصو مجاهدينو د زړه له كومي مننه كوو او ځان د دوى پوروړي گڼو چي په جهاد كي ئې د خپلو افغاني وروڼو مرسته او ملگرتيا كړې او ډېري قربانۍ ئې وركړې، خو افغانان اوس بهرنيو جنگياليو ته ضرورت نه لري، د جگړي لپاره ئې داسي اسلوب غوره كړى چي كولى شي د نورو له ملگرتيا پرته دوام وركړي. موږ دې ته ترجيح وركوو چي دا مجاهدين اوس عراق او فلسطين ته مخه كړي.
12- امريکايان تل دا خبره کوي چې د شوروي اتحاد په خلاف يې له افغان جهاد سره مرسته کړې او ستاسو حزب يې د پاکستاني استخباراتو له لارې د مرستو تر ټولو ستره برخه تر لاسه کوله، پاکستانيان اوافغانان هم دا خبره تاييدوي، دا ادعاء څومره رښتيا ده او اوس مو له پاکستان سره اړيکې څه ډول دي؟
12- ځواب: امريكايانو دا غوښتل چي له شوروي اتحاد نه د ويتنام د ماتې غچ واخلي، په افغانستان كي ئې د مقاومت وضعيت داسي وموند چي د دوام او بريا په صورت كي ئې دا هيله ترسره كېدى شوه، خو روان مقاومت اسلامي بنسټونه درلودل او د اسلامي جهاد تر نامه لاندي پيل شوى وو، د بريا له پايلو او د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت له جوړېدو وېرېدل، داسي سياست ئې غوره كړ چي له يوې خوا د مقاومت ملاتړ وشي او له بلي خوا د مقاومت په ليكو كي داسي ډلي جوړي كړي چي له هغوى نه په استفادې سره د اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي، او د جهاد دا ستره تجربه ناكامه كړي، تاسو ته معلومه ده چي د كمونيستانو او شوروي اتحاد په ضد جهاد له فكري او عملي پلوه د حزب اسلامي په لاس پيل شوى وو، د جهاد په پيل كي او تر هغه چي د هجرت لړۍ پيل شوه؛ د حزب تر څنگ بله اسلامي
ډله نه وه، نوري ډلي په بهر كي او د همدغي خبيثي منصوبې لاندي جوړي شوې. دا دئ گورئ چي نن ټولي هغه ډلي كه په پاكستان كي جوړي شوې وې او كه په ايران كي، د امريكايانو په څنگ كي ولاړي دي او د دوى تر قومندې لاندي د مجاهدينو په ضد جنگېږي.
پاكستان د افغانستان په اړه مستقله تگلاره او سياست نه لري، هغه څه كوي چي امريكا ئې ترې غواړي، موږ په تېرو نږدې شلو كلونو كي د پاكستان له حكومت سره هيڅ ډول ارتباط نه لرو، نه په لوړه كچه او نه په ټيټه كچه.
13- داسې ادعا کيږي چې که بهرني جنګيالي له افغانستانه ووځي سوله ايز حل شونی دی، ددې جنګياليو په اړه ستاسو دريځ څه دی او آيا حزب به سوله ايز حل ته د رسيدو په صورت کې ددې جنګياليو په ايستلو کې مرسته وکړي؟
13- ځواب: د دې دروغجني ادعاء په ځواب كي بايد ووايم: دا هسي د ناروا تېري د توجيه لپاره يوه غولوونكې پلمه او د حقيقت خلاف ادعاء ده، اوس نه په افغانستان كي د القاعده مركزونه شته او نه ئې سنگرونه او جنگيالي، غربيان په خپله اعتراف كوي چي په دې سيمي كي اوس د القاعده د جنگياليو شمېر تر سلو كم دئ. آيا دا د منلو وړ خبره ده چي د سلو جنگياليو د وژلو او ځپلو لپاره يو سل پنځوس زره فوځ، په پرمخ تللو وژونكو وسلو سمبال، د نهو كلونو لپاره په جنگ بوخت وي، خو له نهو كلونو وروسته هم وايي چي خپلو موخو ته نه يو رسېدلي، دا په داسي حال كي چي تر ننه ئې تر يو لك لس زره زيات بې گناه افغانان ووژل، هره ورځ پر كليو، بانډو، جوماتونو، مدرسو، ودونو او د غم او ښادۍ پر غونډو راكټي او بمونه وروي او مظلوم افغانان په خپلو وينو كي رغړوي، كه خبره يوازي دا وى چي په افغانستان كي به نه بهرني ځواكونه وي او نه بهرني جنگيالي او د دوى مركزونه، او له افغانستانه دي د غرب امنيت ته گواښونه متوجه نشي نو يقيناً چي مجاهدين داسي يوه ضمانت وركولو ته چمتو دي، په دې شرط چي دوى هم نه زموږ مخالفينو ته پناه وركړي او نه ئې په وسلو او پيسو سمبال كړي، يقيناً چي هم به القاعده له دې سره توافق كوي او هم طالبان.
14- که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او څينې هيوادونه لکه امريکا او عربي نړۍ د دې جنګياليو د ور سپارلو غوښتنه وکړي، آيا تاسو به د نړيوال قانون په رڼا کې پدې برخه کې مرستې ته تيار وی؟
14- ځواب: كه دوى په كابل كي داسي حكومت غواړي چي د دوى مخالفين ورته ونيسي او دوى ته ئې تسليم كړي، نو داسي حكومتونه ئې هم په كابل كي درلودل او هم په اسلام آباد كي، خو دا كار ئې ورته ونه كړى شو، يو سل پنځوس زره فوځ ئې هم سيمي ته راولېږه، نه كاله ئې د افغانانو او پاكستانيانو پر كليو، كورونو او مدرسو بمونه وورول خو دا هيله ئې تر سره نشوه، اوس به څنگه دا شرط ږدي او له افغانانو به غواړي چي مخالفين دوى ته تسليم كړي؟!!
15- تاسو مخکې د طالبانو او نورو په ګډون د مقاومت د پراخې جبهې خبره کړې وه، په دې لار کې ستاسو هڅې ولې بې پايله وې؟ او آيا داسې تړون او تفاهم شونی دی چې د کورنۍ جګړې ټول احتمالات له مينځه يوسي؟
15- ځواب: موږ په مكرره توگه دا هڅه كړې ده او دوام وركوو چي ټول مجاهدين او اسلامپال ځواكونه او شخصيتونه پر يوه ډاډمن محور راغونډ شي، خپل نظريات او درېځونه توحيد كړي، هم له روان بحرانه د وتلو په اړه گډ موقف ولري او هم د مقاومت د څرنگوالي په اړه گډه تگلاره او هم د راتلونكي افغانستان په اړه ورته نظر. له ټولو خواوو سره په دې ارتباط خبرو ته چمتو يو او دې ته هم چمتو چي د هغو غرضي او مرضي كړيو په ضد گډ موقف غوره كړو چي د پرديو د وسلو، پيسو او مټو په زور قدرت ته رسېدل غواړي. كه نوري ډلي داسي كار ته چمتو وي نو په آسانۍ سره كولى شو د احتمالي نښتو او جگړو مخنيوى وكړو.
16- کرزي د صلحې ملي جرګه جوړه کړې چې يو شمير پخواني جهادي مشران هم ګډون پکې لري، آيا دغه جرګه له تاسو سره اړيکې لري، په اړه يې ستاسو دريځ څه دی او دې ګام ته په کومه سترګه ګورئ؟
16- ځواب: د كابل حكومت د افغان ولس تر شديد فشار او اعتراض لاندي دئ چي ولي د جگړي د پاى ته رسولو په اړه كوټلي او اغېزمن گامونه نه اخلي، دا شورى په حقيقت كي د دې اعتراض او فشار په وړاندي يو غولوونكى ځواب دئ، نه دا شورى د بحران د حل كولو توان لري، نه دا واك ورسره دئ چي د جگړي د پيل او دوام د اصلي عواملو د ختمولو په ارتباط كوم اغېزمن گام واخلي، او نه ئې تركيب داسي دئ چي د افغانانو ټولي خواوي پرې قانع شي. د شورى ډېرى غړي هغه څېرې دي چي پر افغانستان ئې د امريكايانو د بريد ملاتړ كړى، د دوى تر قومندې لاندي جنگېدلي، له امريكايانو ئې مسلسل غوښتي چي لازيات او زورور بمونه ووروي، نور فوځونه راولېږي او د نورو څو كلونو لپاره په افغانستان كي پاتي شي.
71- داسې ويل کيږي چې تاسو، او ملا عمر او اسامه بن لادن کله نا کله پاکستان ته راځئ او کله کله پکې اوسيږئ. تاسو د خپل ځان، ملا عمر او اسامه په هکله دا ډول خبرونو ته په کومه سترګه ګورئ؟
17- ځواب: دا پر قبايلي سيمو د امريكايانو د بمباريو لپاره يوه دروغجنه پلمه ده، كه امريكايان زموږ له موقعيت او د اوسېدو او تردد له ځاى او مسير خبر شوي وى نو هغه سيمه به ئې تر اوسه څو څو ځلي په كنډوالو بدله كړې وه. كه موږ هلته وى نو د دوى مخه چا نيولې چي زموږ په ضد عمليات وكړي، هلته خو پر زمكه د پاكستان اتيا زره فوځ ځاى پر ځاى شوى، په زرگونو د سي آى اې جاسوسان د اطلاعاتو په راغونډولو بوخت دي، بر د سيمي پر فضاء شپه او ورځ جاسوسي طياري گرځي او نږدې هره ورځ پر يوه او بل كور راكټي وروي، ولي نه دي توانېدلي چي زموږ موقعيت معلوم كړي؟
18- آيا حزب اسلامي له استشهادي عملياتو سره څه اړيکې لري، په اړه يې دريځ څه دی؟ او غوره به وي که د حکومتي ځواکونو، ناتو او نورو پرديو عسکرو په اړه خپل موقف را ته بيان کړئ.
18- ځواب: هغه څوك چي د الله تعالى په لار كي او د دين د دښمنانو په ضد فدايي عمليات ترسره كوي اجر او مقام ئې تر عادي شهيد ډېر ډېر لوړ او اوچت دئ. يوازي سركاري او دين پلورونكي مفتيان به داسي فدايي عمليات ناروا بولي، د دين په حقيقت پوه عالم به هيڅكله داسي غلطه فتوى ورنه كړي، خو دا هم بايد واضح كړم چي د دې سركاري مفتي په مقابل كي هغه فتوى د يوه بدمغزه، دوزخي او جاهل مفتي فتوى كېدى شي چي يوه مخلص او پر الله مين فدايي ته وايي: له باروتو ډك واسكټ واغونده، په فلان جومات كي او د لمانځه پر مهال چاودنه وكړه چي فلان كس ووژل شي، او د دې پروا مه كوه چي په دې چاودني كي به مسلمانان هم مري!! هيڅ مؤمن، مجاهد او له الله وېرېدونكى عالم به داسي غلطي فتواگاني ورنه كړي، د جومات هتك حرمت او په جومات كي د بې گناه لمونځ كوونكو مسلمانانو وينه تويول څه معمولي خبره نه ده، يوازي يو بې ايمانه او بې دينه انسان د داسي ستري گناه جسارت كولى شي. موږ خپلو مجاهدينو ته وايو: جومات د خداى كور دئ، دومره درناوى ئې بايد وكړو لكه د الله تعالى د كور درناوى، كه جومات ته د بش، بريژنف او نتن ياهو په څېر ستر ستر كافران او د اسلام لوى لوى دښمنان هم راشي بايد په جومات او د جومات په احاطه كي، او جومات ته د تلو راتلو په لار كي د هغوى په ضد له څه كولو په كلكه ډډه وكړو. هغه څوك نه ايمان لري او نه عقل چي په جوماتونو كي، د لمانځه او د قرآن د تدريس پر مهال چاودني كوي، مظلوم لمونځ كوونكي مسلمانان په وينو كي رغړوي او هغه ځايونه په وينو سره كوي چي هره ورځ په سلگونو عبادت كوونكي د الله تعالى په وړاندي خپل تندي پرې ږدي او سجده لگوي.
19- په افغانستان کې د ترکي او آلماني ځواکونو په شان يو شمير غير جنګي ځواکونه هم شته، حزب اسلامي ددې ډول ځواکونو په اړه څه دريځ لري؟
19- ځواب: د اشغالگرانو هر ډول ملگرتيا د افغانانو ضد عمل دئ، د جرمني ځواكونه عملاً په جگړو كي ښكېل دي، ځيني اسلامي ملكونه په پټه او په استخباراتي برخو كي د اشغالگرانو مرسته كوي، ځيني په څرگنده او په يوه او بل ډول له اسلام او مسلمانانو سره دا خيانت كوي. 20- تاسو پخپله يوه پخوانۍ مرکه کې ويلي وو چې تاسو له عربو مجاهدينو سره ياست، د هغوی جګړه ستاسو جګړه ده، آيا تر اوسه پر همغه خبره ولاړ ياست او که نه په تګلاره او رايه کې مو څه بدلون راغلی؟
20- ځواب: هغه مهال زما وينا په غلطه توگه تحريف شوې وه، ما ويلي وو: مونږ د ټولو هغو عرب مجاهدينو د احسان مرهون او پوروړي يو چي د روسانو په ضد جگړي كي ئې زمونږ ملگرتيا وكړه، زمونږ په څنگ كي وجنگېدل او ډېري قربانۍ ئې وركړې، مونږ او زمونږ راتلونكي نسلونه به د دوى دا بې درېغه او نه هېرېدونكې قربانۍ هېڅكله هېري نه كړو، او تل به دا هيله كوو چې الله تعالى مونږ ته د دې توفيق راكړي چې د دوى پور ور ادا كړو او په داسي يوې جگړي كي د دوى په څنگ كي برخه واخلو چي بيرغ ئې د دوى په لاس كي وي او مونږ ئې انصار وو. موږ اوس هم دغه خبره كوو. او دا د هر افغان د زړه غږ دئ، افغانان بامروته دي، د خپلو مسلمانو وروڼو احسان نه هېروي، افغانانو د خپلو شهيدانو هومره قدر نه دئ كړى لكه د دغو انصارو شهيدانو.
هغه وطن پلورونكي او ايمان خرڅوونكي ناافغانان د افغان ولس د احساساتو ترجماني نه كوي چې پرون ئې روسي افسرانو ته د اتلولۍ مډالونه او د گلانو هارونه وړاندي كول او نن د هغو صليبي ځواكونو افسرانو ته د اتلولۍ مډالونه وركوي چي لاسونه ئې د بې گناه افغانانو په وينو سره دي!! د آزادۍ غوښتونكو او آزادۍ پلورونكو د اتلانو تر منځ همداسي توپيرونه وي، يو به مجاهد ستايي او بل به د اشغالگرو په پښو كي د خپل ولس عزت او خپلواكي ذبح كوي!!
21- د افغانستان له فعلي بدې وضعې نه دوتلو لاره کومه ده؟ او آيا حزب اسلامي پدې اړه کومه جامع، سياسي طرحه لري؟
21- ځواب: زموږ له نظره د روان بحران د حل لار دا ده چي: مجاهدين په يوې لويي متحدي جبهې كي راغونډ شي، د مقاومت د څرنگوالي او دوام په اړه هم او د افغانستان د راتلونكي نظام په اړه هم خپل دريځ توحيد كړي، د بحران د حل لپاره جامع طرحه وړاندي كړي، چي اساسي بندونه ئې دا وي: د بهرنيو ځواكونو عاجل، بشپړ او بلا قيد و شرط وتل، د وتلو لپاره د منلو وړ مهال وېش وړاندي كول، يوه موقت حكومت ته د قدرت انتقال، له خپلواكۍ او آزادۍ وروسته داسي عادلانه او آزاد انتخابات چي د اسلام له اصولو سره مطابقت ولري، ټولي اسلامپالي ډلي په دې توافق وكړي چي له دې وروسته به نه د اقتدار ترلاسه كولو لپاره يو څاڅكى وينه توئېږي او نه به يوه مرمۍ ويشتل كېږي، يو به د بل په ضد وسله نه كاروي او د پرديو د مالي او نظامي مرستو په مټ به اقتدار ته د رسېدو هڅه نه كوي.
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته