
پداسي حال کې چې د امریکا ـ افغان جګړې د پایته رسولو لپاره افغانانو شېبې شمیرلي او د طالبانو او امریکایی اړخ ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاکرات وروستي شوی وو او تمه وو چې د امریکایي ولسمشر ټرمپ تر کتنې وروسته د ملا برادر اخوند او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو ترمنځ په قطر یا کوم بل دریم هېواد کې لاسلیک شي.
اصلي کیسه ـ ټرمپ ولي خپله آراده بدله کړله؟
ولي پدی منځ کې بیګاه شپه ټرمپ اعلان وکړل چې د تیری پنجشنبي په ورځ د وژل شوی امریکایی سرتیری په بدل کې د طالبانو کردار د جګړې ده او دوی نه دی حاضر نه دی چې جګړه او وژنه ودروی
په مقابل کې کیسه داسي نه ده بلکي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې وروستي هوکړي مواده که تر ژوری کتني لاندی ونیول شي نو ښکاری چې امریکا د ډیپلوماسۍ په ډګر کې لکه د جګړې ډېر څه له لاسه ورکړې.
د بیلګي په توګه دوی طالبان د اصلي او مالک افغان طرف په توګه منلي، د امریکا د هر ډول نظامي او استخباراتي شتون مخه یی نیول شوی او د بین الافغاني خبرو پر بحث کې يې د مذاکراتو ټول جریان د امریکا او پاکستان له لاسوهني او شرارت څخه ایستلي دی.
دا ډول د طالبانو له لوری د سیمي او نړۍ د مهمو او قدرتمندو هيوادونو ښکېلول پدی بهیر کې د تضمین کوونکې او څارونکې په توګه چې روسیې لدی ګام څخه بیا ـ بیا هرکلي او ښه راغلاست وکړل د امریکا د شیطانۍ او استخباراتي اجنډاوو خلاف ګام او د امریکا لاس تر شاه تړل وو نو ټرمپ د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه د دغه بهیر د درېدو څخه هېڅ کومه بله لاره او چاره نه لرله.
د دی ترڅنګ یوشمیر باخبره سرچینې وايی چې ټرمپ غوښتل طالب مشران امريکا ته ورشي، خو طالبانو په درېيم هېواد کې پر خبرو ټينګار کاوه او دا چاره يي لکه د دوی د تازه اعلامیه د سولې د هوکړي تر لاسلیکه څنډولي وو.
دوی زیاتوی چې ټرمپ غوښتل لومړی له حکومت سره ګډه اعلاميه لاسليک شي او بيا له طالبانو سره هوکړه ليک، څو وښيي چې له افغان حکومت سره د هوکړې پر اساس خپل ځواکونه وباسي، نه له طالبانو سره د توافق پر اساس، خو طالبان له دې سره هم موافق نه وو.
ځکه دا عملا د هغوی د ۲ لسیزي مبارزی او جدجهد تر سیوری لاندی راوستل وو کوم چې امریکا، روسیې او پاکستان يه ۱۹۹۲ کال کې مجاهدین له همداسي یوه کرغیړن برخلیک سره مخ کړل.
د دی سربيره ټاکل شوې وه له طالبانو او حکومت دواړو سره د يک شنبې په شپه په کېمپ ډېوېډ کې دا لاسليکونه شوي وی خو طالبانو امریکا ته سفر دسیسه ګڼله او د ټرمپ له بلني یې انکار وکړل نو ځکه هم ټرمپ د یوه امریکایی عسکر د وژلو په پلمه د هوکړې له لاسلیک څخه په لنډمهال کې انکار وکړل.
ترڅو وکولای شي له یوې خواه خپل وارخطاء متحدین آرام کړې او بل لور ته په طالبانو ضمنې فشار راوړې ترڅو د دوی یوشمیر غوښتني او شرایط ومني.
ځکه يوه اونۍ وړاندې هم دوه امريکايي سرتيري ووژل شول، خو ټرمپ اوس د يو سرتيري له وژلو څنګه دومره لویه ډرامه جوړه کړه.
اوس طالبانو نه یوازی د جګړې د دوام پړه امریکایانو ته متوجه کړه بلکي د امریکا بي حوصلي والي، د استدلال د منطق کمزوری او یو اړخیزه سرکښه دریځ چې په سیاسي حل نه بلکي یوازی په زور او جګړې باور لری نړۍ د ځبرځواکه امریکا پر ژمنو او تعهداتو بي باوره کړله.
طالبانو په تازه اعلامیه کې ویلي چې د مذاکراتو په جاري ساتلو سره اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړه چې جګړه د نورو لخوا پرموږ تپل شوې، او که د جګړې پرځای د تفاهم لاره خپله شي، موږ تر پایه ورته ژمن یو.
د امریکايی ولسمشر ټرمپ د څرګندونو خلاف د طالبانو دا ډول دریځ چې په ټوله معنا له استدلال ډک، سولې ته پر ژمنتیا او د جګړې د سیاسي حل په برخه کې منطقي څرکونه پکې ښکاری، ښیې چې طالبان واقعا د امریکا ـ افغان جګړې په برخه کې ریښتوني ده، د جګړې پر دوام باور نه لری او دا امریکا ته دا خبرداری هم لری چې طالبان یو ملتپال، آزادی غوښتونکي ـ ولسي حرکت ده چې نور په اسانه نشي کولای امریکا د یوه عسکر د وژل کېدو په بهانه د دوی په شتون کې یوه بي پای او نارواه جګړې ته دوام ورکړې.
درنښت