داسلامي حزب د امير حکمتيار د اختر پيغام:

راځئ د اسارت جغ مات كړو، زولنې وشلوو، او آزاد او سرلوړى ژوند وكړو.
بسم الله الرحمن الرحيم
د لوى اختر په مناسبت پيغام
حَسبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَكيلُ ، نِعْمَ الْمَوْلى وَ نِعْمَ النَّصِيرُ
خداى هم راته كافي دئ او هم ډېر غوره وكيل، غوره مولا او غوره مرستندوى

گرانو هېوادوالو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعا كوم چي الله تعالى زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس د جگړو او بې امنيو له دې دردناك حالت وژغوري او زموږ هېواد د پرديو له سلطې آزاد كړي او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسې حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواكونه له هېواده وتلي وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي، او اقتدار د داسې صالح حكومت په واك كي وي چي چارواكي ئې له خدايه وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.
وروڼو خويندنو!
لوى اختر مسلمانانو ته ستر پيغام له ځان سره لري، د الله تعالى په لار كي د قربانۍ پيغام، د ستر موحد ابراهيم خليل الله په لار د تلو پيغام، دا اختر د الله تعالى په لار كي د ابراهيم عليه السلام قربانۍ رايادوي، او مونږ ته بلنه راكوي چي د ابراهيم خليل الله په څېر خداى ته مخه كړو، د بنده بندگي ونه كړو، بتان نسكور كړو، د اسارت جغ مات كړو، زولنې وشلوو، آزاد او سرلوړى ژوند وكړو، د خپلواكۍ او آزادۍ بيرغ لوړ وساتو، د كفر، شرك، ظلم او فساد ځواكونو تور او په وينو لړلي بيرغونه رانسكور كړو، د هغو طاغوتي نظامونو ټغر ټول كړو چي مظلومان او بې وزلي انسانان كړوي، د هغو زندانونو دېوالونه ونړوو چي خداى پال، موحدين، آزادي غوښتونكي او مظلومان په كي ځورول كېږي، كه دا ونه كړو نو نه مو د ابراهيم عليه السلام په سنت عمل كړى، نه مو اختر پېژندلى او نه مو هغه لمانځلى!!
قرآن د ابراهيم عليه السلام، د موحدينو د هغه ستر لارښود او سالار قصه زموږ مخي ته ږدي چي موږ ئې نن د ستري قربانۍ ورځ لمانځو، تر څو وگورو چي ايمان انسان كوم مقام ته رسوي، څومره ئې لوړ بيايي، څنگه ئې د عالمونو رب دعاگاني مني، څنگه يو سپېره وچ خوړ د ده په دعاء په داسي خوندي او له امن او بركتونو ډك ښار بدلېږي چي د نړۍ د ټولو موحدينو او مؤمنانو قبله گرځي، له هر لوري او په هر موسم كي پاكيزه او پرېمانه رزق ورته رادرومي، په دې كي د ابراهيم عليه السلام په لاس بيت الله، د خداى كور او د خداى پالو مطاف جوړېږي، هر كال په لكونو خداى پال، پر الله تعالى مين، له محبت او اخلاص ډك زړونو سره؛ دې ښار ته د الله تعالى د كور د طواف او د ابراهيم عليه السلام پر پل د پل اېښودو لپاره ځي او همغه څه كوي چي ابراهيم، د ده زوى اسمعيل او د ده مېرمني هاجر عليهم السلام كړي ول، او دا دئ تر نن پوري په تېرو نږدې څلورو زرو كلونو كي په سلگونو مليونو خلكو د ابراهيم عليه السلام په دعاء آباد شوي ښار ته تللي او د ده په لاس جوړي شوې كعبې طواف ئې كړى، دا لړۍ به همداسي تر قيامته دوام كوي، دا په داسي حال كي چي څلور زره كاله مخكي، په هغه وچ ناو كي، له ابراهيم عليه السلام او د ده له مېرمني او تي خور زوى پرته نه بل انسان وو او نه بل ژوى، نه اوبه، نه بوټى او نه حيوان، دا دئ ستاسو په وړاندي د ايمان او پاكي كلمې د اغېز هغه تاريخي بېلگه چي د ابراهيم عليه السلام په قصې كي انځور شوې، هغه كلمه چي جرړي ئې د زمكي په زړه كي ژوري درومي، څانگي ئې د آسمان په لوري لوړېږي او تل خپله مېوه وركوي.
د لوى اختر په دې مباركي ورځ كي د نړۍ نږدې درې مليونه حاجيان په يوه رنگ جامو كي د الله تعالى د كور طواف كوي او د حال په ژبه وايي: د الله له كور پرته نه د بل كور طواف كوو او نه د بل كور دړه ټكوو، په حجرالاسود لاس ږدي او له خداى سره دا ژمنه تازه كوي چي له ده پرته به بل چا ته لاس نه اوږدوي، بل چا ته به سر نه ټيټوي، له ده پرته به نه له چا طمعه لري او نه وېره، د هاجر عليها السلام په پل گام ږدي او ژمنه كوي چي هره سعي او هر هاند به ئې د الله تعالى په لار كي وي، د خپل ستر موحد او بت ماتوونكي جد ابراهيم خليل الله قرباني رايادوي، د اسمعيل ذبيح الله په لار د تلو هوډ كوي، د الله تعالى او د ده د بندگانو د دريو سترو او دائمي دښمنانو څلې په ډبرو ولي، او دا تعهد كوي چي تل به د هر (فرعون، هامان او قارون) په ضد جنگېږي، د منىٰ، عرفات او مزدلفې شپې ورځې دوى ته د مجاهد او قربانيو ته د چمتو باايمانه انسان په څېر د ژوند كولو طريقه ورښيي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، مساوات، يووالي او يو رنگ والي درس وركوي، پاتي مسلمانان په خپلو كورونو كي د قربانيو او د لمونځ په ترڅ كي دا ورځ لمانځي، اسلام د دې ورځ په ټاكلو سره مونږ ته وايي: ستاسو د خوشحالۍ ورځي هغه دي چي الله تعالى تاسو ته د ده په لار كي د قربانۍ همت، عزم او توفيق دركړي، راشئ په دې مباركي ورځې كي تعهد وكړو چي د ابراهيم عليه السلام په څېر به ژوند كوو، د اسمعيل عليه السلام په څېر به قربانۍ ته چمتو وو، د نمرود مقابلې ته به درومو، په هغه اور كي به له لوېدو وېره نه لرو چي نمرودان ئې بلوي، په همدې اور كي د لوېدو په وخت به وايو:
حَسبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَكيلُ ، نِعْمَ الْمَوْلى وَ نِعْمَ النَّصِيرُ
خداى هم راته كافي دئ او هم ډېر غوره وكيل، غوره مولا او غوره مرستندوى
وروڼو خويندو! له دې فرصته په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرايض لرم:
• لكه څنگه چي الله تعالى تاسو ته د روسي يرغلگرو په ضد په تېر جهاد كي بريا دركړه، دا دئ د صليبي ځواكونو په ضد په روان مقاومت كي هم ستاسو بريا د تحقق په حال كي ده، امريكايي يرغلگر له ماتې سره مخامخ شوي او د وتلو په حال كي دي، دا دئ د ناټو ستر فوځي ځواك په خپلي حتمي ماتې پوه شوى، د جگړي له دوام او گټلو ځان عاجز ويني، ځينو ئې په يوه اړخيز ډول پرېكړه كړې چي په راتلونكي كال كي به خپل فوځونه له افغانستانه باسي، نور هم ورپسې دي او همداسي پرېكړي ته ځان اړ گڼي، امېد دئ چي الله تعالى د اسلام او بشريت دا زوړ او ترټولو خطرناك دښمن هم له هغه برخليك سره مخامخ كړي چي شوروي اتحاد ئې ورسره مخامخ كړ، خو دې ته مو بايد پام وي چي امريكا غواړي له روسيې او ايران نه يو ځل بيا همغه كار واخلي چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته ئې واخيست، غواړي د جگړي د دوام مأموريت بيا دوى ته وسپاري. مجاهدين بايد له يوې نوې مرحلې سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي او خپله جنگي سټراټيژي داسي عياره كړي چي د نويو گواښونو مقابله وكړى شي. روسيه او ملگري ئې د هند او ايران په شمول دې ته چمتو شوي چي يو ځل بيا مخكنۍ لوبه تكرار كړي، غواړي بيا وطن پلورونكي او ايمان خرڅوونكي راغونډ كړي او د مجاهدينو په ضد ئې وجنگوي. له ناټو سره د مسكو دا توافق چي له د روسيې له لاري په افغانستان كي خپلو مېشت ځواكونو ته وسلې، مهمات او سرتېري ولېږي او د ننگرهار په عملياتو كي د اوياوو روسي كوماندوگانو شركت د دې غمازي كوي چي د مسكو اوسنيو چارواكو د مخكنۍ ترخې او ناكامي تجربې تكرار اراده كړى.
• مجاهدين بايد دې ته متوجه وي چي افغانان او ټول اسلامي امت يو ستر جنگ په مخكي لري، ټول كفري ځواكونه يو ځاى شوي او د اسلامي امت په ضد داسي ستره جگړه پيل كړې چي له هره پلوه تر مخكني صليبي جنگ ډېره پراخه او ستره ده، په دې جنگ كي د صليبي ځواكونو تر مشرۍ لاندي صهيونيستان، كمونيستان، هندي مشركين، روافض او منافقين د امت په ضد جنگ ته راوړاندي شوي، دا عجيبه مه گڼئ چي جان مكين د جمهوري غوښتونكو په استازيتوب له اوباما غواړي چي له افغانستانه د فوځونو په ايستلو كي تلوار ونه كړي كه نه نو د هند په څېر ملگري به ناراض شي!! هو؛ په دې سره هند، روسيه او ايران ناراضه كېږي، دا جگړه او په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو شتون د دوى په گټه دئ. دا هم عجيبه مه گڼئ چي د عراق شيعه زعامت د امريكايانو تر مشرۍ لاندي او د هغوى په ايماء او اشاره دوه لكه اتيا زره سنيان وژلي، او نږدې دوه لكه ئې د زندان تورو خونو ته اچولي او په بې رحمانه او وحشيانه توگه ئې وهلي او كړولي. دا ټول د يوې خبيثي منصوبې او د همدې ستري جگړي برخي دي. د اسلامي امت ټولو مجاهدينو ته په كار ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، خپل صفوف لازيات منظم او متحد كړي، يو بل ته د يووالي او ورورولۍ لاس وركړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته بري وركوي، صليبي ځواكونه به هرومرو وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، خو مجاهدين بايد سره له دې د اوږده او سخت جنگ لپاره چمتو وي، هيڅوك دي دا گمان نه كوي چي د دغو ځواكونو له ماتې او وتلو پرته صلح راتلى شي او يا د دوى په لاس تپل شوو لاس پوڅو حكومتونو سره د تفاهم له لاري جگړه پاى ته رسېدى شي، څوك چي ځان په نورو ساتي او د خپل كور د دروازې كيلي ئې هم د پردي په لاس كي وي، د پرديو د جهازونو تر وزر لاندي د سپكاوي او ذلت له ژوند نه عار نه لري، په دې ئې د غيرت رگ نه خوځي چي هره ورځ د دغو ځواكونو په لاس د ده په لسگونو بې گناه وطنوال په وينو كي رغړي، په عزت او ناموس ئې تيرى كېږي، ډېر ساده انسان به له داسي چا سره د خبرو لېوال وي او له داسي خبرو به څه هيله لري!!
• امريكايانو په تېرو نهو كلونو كي د مقاومت د ځپلو لپاره له هيڅ جنايت نه ډډه ونه كړه، داسي جنايات ئې وكړل چي په انساني تاريخ كي ئې نظير او بېلگه نشو موندلى، په جوماتونو كي او هغه هم د لمانځه په وخت كي چاودني، د خلكو د غم او ښادۍ پر محافلو بمونه ورول، پر كورونو د شپې له لوري او هغه مهال چي خلك په ژور خوب ويده وي، د جاسوسي طيارو له لاري راكټي ورول او ښځي، ماشومان او بوډاگان په وينو كي رغړول، دا او دې ته ورته ډېر نور جنايات هغه څه دي چي نه مغلو كړي وو او نه كمونيستانو، خو دغو جناياتو نه يوازي ونه شو كړى د افغانانو ايمان كمزورى او روحيه وځپي او امريكايان خپلو موخو ته ورسوي بلكي د دوى پر تندي تور داغ شو او دا دئ نن اعتراف كوي چي د افغانستان جگړه تر عراق ډېره سخته ده!!
• دښمن خپلو موخو ته په رسېدو كي ناكام شوى، لالهانده دئ، له مظلومو افغانانو غچ اخيستو ته ئې مخه كړې، د زخمي مار په څېر هر لوري ته خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. بايد خپل مؤمن او هوښيار ولس دې ته متوجه كړو چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس. څه چي دوى په عراق كي د سنيانو د بې رحمانه وژلو په اړه د ذليلو نوري المالكي او سيستاني په لاس كوي، په افغانستان او پاكستان كي ئې د دوى په څېر منافقينو په لاس كوي.
• مجاهدينو ته په كار ده چي ټوله توجه اصلي او ستر دښمن ته واړوي، ټول بريدونه ئې بايد پر اشغالگرانو وي، فدايي عمليات يوازي د همدې دښمن په ضد ترسره كړي، په نورو مواردو كي داسي عمليات هم غلط كار دئ او هم د قدرمنو فدايانو په ژوند لوبي كول، دوى تر دې ډېر ارزښتمن دي چي په وړو وړو عملياتو كي قرباني شي. بايد هڅه وكړي چي له افغاني ځواكونو سره په نښتو كي ښكېل نشي، مگر د مجبوريت په صورت كي او هغه مهال چي دوى د بهرنيو ځواكونو په لومړۍ كرښي كي د مقدمة الجيش په توگه جنگېږي. په افغاني ځواكونو كي تر ټولو خطرناك او مضر ځواك د ملي امنيت رياست دئ، ټول پوهېږي چي دا رياست همغه د كمونيستانو د دور د (كام) او (خاد) اداره ده چي د شمالي ائتلاف د خبيث دور په جريان كي د شوراى نظار غړي او نور حرفوي قاتلان، غله او مفسدين هم ورسره يو ځاى شول، او د امريكايانو له يرغل وروسته يو ځل بيا په پراخه پيمانه فعاله شوه، كافي وسائل او وسائط وركړى شو او د بليك واټر په څېر جاسوسي او تروريستي شبكې ئې مرستي ته راولېږل شوې، د مرموزو ترورونو، د خلكو د تجمع په ځايونوكي چاودني، د مخالفينو د تشخيص، نيولو او وژلو، په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، زيارتونو او ښارونو كي انفجارات، د كابل له حكومت سره د يو ځاى شوو مخكنيو مجاهدينو ترور، بهرنيو ځواكونو ته د بريدونو او بمباريو د ځاى په اړه معلومات وركول، د مجاهدينو په ليكو كي جاسوسان استخدامول، په دوى كي اختلافات راولاړول او يو د بل په ضد جنگول، او دې ته ورته نوري دندي وروسپارل شوې، په دې رياست كي موظفو امريكايي مشاورينو چي په اصل كي د دې رياست اداره كوونكي او توجيه كوونكي دي؛ دې ته ترجيح وركړې چي په اوزبك، تاجك او هزاره قومونو پوري تړلي كمونيستان، مفسدين او حرفوي قاتلان استخدام كړي، دا هغه څه دي چي اوس امريكايي ورځپاڼو او ليكوالو پرې ليكني كړې او اړوند معلومات ئې د كانگريس غړو ته هم رسېدلى. دا حقيقت اوس هر چا ته جوت شوى چي د كابل حكومت تر واك لاندي سيمو كي ټول ترورونه، مخصوصاً په كابل او د هېواد په شمال كي د مخكنيو جهادي څېرو وژني د همدې ادارې له لوري او د امريكايانو په وينا ترسره شوې، حتى هغه موارد ئې هم چي ځينو ډلو ئې مسئوليت په غاړه اخيستى، او هغه هم داسي چي پلان ئې د دې رياست له لوري جوړ شوى، عامل او فاعل ئې د همدې ادارې غړى دئ خو د بريد راپور ئې يوې ډلي ته سپارلى او هغې هم له غور پرته د پېښي مسئوليت منلى.
• كومه جهادي ډله او جبهه چي په خپلي جنگي سټراټيژي كي دا ترتيب مراعات نه كړي، د بهرنيو ځواكونو پر ځاى د دوى له ذليلو افغاني استخدام شوو ځواكونو سره جنگېږي، د اشغالگرانو په شتون كي خپل امكانات، وسائل، جنگيالي په نورو جگړو كي كاروي، اشتباه كوي، هم د قرآن د لارښوونو خلاف عمل كوي او هم د عقل او تدبر د حكم خلاف.
• مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً مجاهدينو ته بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران نه د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسې سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي.
سرلوړي دې افغانان بريالي دې وي مجاهدين
حكمتيار
افغانستان
لوى اختر1389