پشتون جانان

په زړه می پروت دجانان غم پشتنو
ورپه سی سوم قلم قلم پشتنو
بيالراوبر خزان وهلی غو ټی
اوس تشنه لب داشنه غنم پشتنو
داقتدار ليونو بيا کړی ليلام
اوس لولپه لکه ادم پشتنو
ساقی می خپل پردی سازونه ستائ
بلبلان ګونګ بيا څه ماتم پشتنو
شهيد يم زه اختيار دبل چليږی
دغه وړنده په خبروم پشتنو
خپلو زندی ګيله دچالالی
منګولی سری کړی په صنم پشتنو
په کاڼووولی دحرم شاپيری
لراوبر ټول په يوکوم پشتنو
دحق په ځای که سرپه دارمحبوبا
دا افتخار به وه ګڼم پشتنو
غزل غزل پشتون پشتون جانانه
په ترانو بی مستو م پشتنو
داغلامان ستا قدرڅه پيژنی
دازادی ناری ووهم پشتنو
ډيوی کی بلی زما ياغی پشتنو
قلم کی خپل پريږدی ستم پشتنو
په ډاګه کړم دناموننګ خبری
پروا دهيچا نه لرم پشتنو
نن می هرنفس دی دمرګ په پوله
الکوزی دغمه مرم پشتنو
 
منان الکوزی کوټه
--------------------