درې غزلونه

 دپېغلې شاعرې اغلې عابدې سادات درې نوي غزلونه
غزل
روح مې شه ژوندون مه شه ارمان مې شه
سوال کومه ښکلیه چې جانان مې شه
ستا قاتل قاتل نظر ویشتلی دی
ګرانه ددې خوږ زړګي درمان مې شه
هېڅ دعشق منزل ته نه رسیږمه
راشه ورکولاروکې کاروان مې شه
تاته به بې حده مینه درکړمه
یاره ته په سرو شونډو پیزوان مې شه
سر اومال به ټول درنه قربان کړمه
دومره درته وایم چې جانان مې شه
حال مې عابدې دلېونو شولو
تار اوس دریښې رېښې ګریوان مې شه
غزل
زما په زړه کې اوسه یاره زړه مې نه صبریږی
درپسې یمه ناقراره زړه مې نه صبریږي
هرخواچې ګورمه دا ستا تصویرمې سترګوکې وي
یاد دې ویستلې یم له کاره زړه مې نه صبریږي
که په تهمت باندې درنګ شمه پروا نه لري
هېڅ نه ویریږمه له داره زړه مې نه صبریږي
لاس اوپښې وهم خوهېڅ دلامبوچل نه راځي
دعشق دریاب کې شوم ګذاره زړه مې نه صبریږي
هر لوی اختر درکې ټال اچوي دکلي پېغلې
څومره خوشبخته یې چیناره ! زړه مې نه صبریږي
څېرې ګریوان عابدې ګرځمه اوس ستامینه کې
په لیونیانو کې مې شماره زړه مې نه صبریږي
غزل
جانانه مرمه بې له تانه لږ خو راشه که نه
ده ګوزاره مې نوره ګرانه لږخو راشه که نه
اوس درته یاده یم که زړه نه دې ویستلې یمه
بس داتپوس کومه ستانه لږ خو راشه که نه
دا ستاپه مینه کې دهجر په اور وسوځېدم
په دې ژوندون شوم پښمانه لږ خو راشه که نه
په انتظار انتظار یاره ټوله شپه تېره شوه
سپوږمۍ هم لاړه شوه روانه لږ خو راشه که نه
په نیمه لارکې عابدې یوازې پاتې یمه
له ورکو لارو کې کاروانه لږ خو راشه که نه
۱۳۸۹/۸/۲۱جلال کوټ