غزل

                  غزل
ولې یاره ستاپه درکې دومره خواریم
نه راځاریې نه دې مینه کې درځاریم
خیرکه مال اودولت نه لرم به کورکې
ددې کلي ملنګانوکې خوشماریم
که ته شمه یې په غم باندې مې سوزې
زه پننګ غوندې په سره اورکې ګذاریم
راشه یوځلې تپوس ته مې جانانه
له مودودې دراتلوپه انتظاریم
عابدې نن داخبره سپینه وکړه
دزړه سردې یم که زړه باندې دباریم 
               غزل
خیال کې چې څوک راشي دجانان په څېر
اوښکې مې ځي سترګونه باران په څېر
ورژېدل ټول ګلونه خاورې شول
بادپه ګلوراغی دخزان په څیر
غم په توروشپوکې مې ملګری وي
رنګ مې شولو زېړلکه زعفران په څېر
یارمې چې ددې کلي نه تللی دی
ښکاري راته کلی دبیابان په څېر
اې عابدې نورترې ستړی شوی یم
تېرشولو ژوندون مې دهجران په څېر
   شاعره : عابده سادات 
یادونه : دغه شعرونه اغلې شاعرې خورعابدې سادات ماته دتلفون له لارې ويلي وو  ماولیکل اوبیامې ورنه دخپریدواجازه هم وغوښته چې نوموړې ومنله پیغله عابده یوه کلیواله شاعره ده چې ټولنیزومحدودیتونوته ده پرېښې چې دخپل زړه اوازاوچت کړي هیله ده لوستونکي یې هم وهڅوي
                                               په درنښت
                                               رحماني