په سعودي عربستان کې لومړنۍ ښځينه پوليسې!

د الرياض سعودۍ ورځپاڼې د خبر له مخې ٣٠ ځوانې ښځې د سعودي عربستان د پوليسو په ليکه کې شاملې شوې او ددې هېواد له نوروهېوادونو سره په پولو کې به د تالاشي په موخه په کار وگومارل شي.
دا لومړى ځل دى چې سعودي عربستان په يو داسې اقدام لاس پورې کوي، له دې مخکې سعودي عربستان ښځينه پوليسې نه لرلې ،خو د ملک عبدالله واک ته په رسېدو سوکه،سوکه اصلاحات پکې راغلي دي او له دې مخکې يې د وزارت په څوکې هم يوه ښځه گومارلې وه.
په لاندې انځور کې څو ښځينه سعودۍ پوليسې د تمرين په حال کې وينئ