
څرنګه چې موږ هره ورځ د مطبوعاتو له لارې خبرېږو او په خپلو رڼو سترګو یې وینو د افغان حکومت مخالفې ډلې همدا نارې وهي او دا خبره ورغبرګوي، چې نن مو دومره داخلي پولیس او هغومره نړیوال ځواکونه ووژل په حقیقت کې دا به یوه ډېره غټه تېروتنه او نه بخښونکې ګناه وي، او له افغان ولس سره به یوځل بیا دا یوه ډېره ستره جفا او لوی خیانت وي او خپله لمن به خپله په سر را اړوي، چې د مظلومو هېوادوالو په وژل کېدو سره په دغسې ناوړه اعمالو لاس پورې کوي، څومره چې هېوادوالو ته څرګنده ده، دا هغه تنکي ځوانان دي، چې له بې روزګارې او یا هم له خپل وطن سره د مینې په لرلو یې ځان له افغان حکومت سره یوځای کړې او د ملي اوردو او ملي پولیسو په لیکو کې ولاړخلک دي، ترڅو پورې وکولای شي له خپل هېواد او خپلو خلکو نه په کلکه ساتنه او د هېواد خدمت کولو ته ملا وتړي.
دا چې اوس په افغانستان کې څومره وګړي له دې چارواکو نه خوشحاله او څومره یې ناراضه اوڅومره وګړي د پښتنو په سیمو کې وژل کېږي او څومره ځوانان د پښتنو په سیمو کې بې زده کړې پاتې شول دا ټول هغه عوامل دي، چې زموږ په هېواد کې هم داخلي جګړه مارانو او هم بحرنیو جګړه مارانو او هم د پښتنو دوښمنانانو په افغانستان کې ترسره کړل او خپلې ګټې یې په پام کې ونیولې ، چې په نتیجه کې زموږ مظلوم ولس د اور د لمبو ښکار شو او لا دا لړۍ روانه ده.
که چېرته افغان مشران او هغه ناراضه ډلې چې نن ورځ په موجوده اداره کې برخه نه لري او یا هم په ځور باندې له دغې ادارې نه شړل شوي دوي له خپل ځانه سره دا پرېکړه وکړﺉ او په خپل ګریوان کې یوځل سر ښکته کړي او دا ووایې چې یاره نور نو د هېواد والو له بې ځایه وینو تویولو او له هغوی سره غداري او دروغ ویل بس دي او په پوره ایماندارې سره راشي له موجوده ادارې سره خپل لاسونه یو کړي او د هېوادوالو ستونزو ته اوږه ورکړي نو بیا به د افغانستان د بحرنیو دوښمنانو لاس هم له افغانستان نه قطع شي او هېواد به هم د پرمختګ په لور روان شي.
که چېرته دا جګړې د پښتنو په سیمو کې روانې او د هغوی په حقونو سترګې پټول وي او افغان حکومت هم له دې ستونزو نه ځان خلاص نه کړي نو فکر نه کوم چې دا وړې به شړې شي.بحرنيان او موجوده چارواکي به مخکې او ورپسې به دوه یا درې طالبان له یوې لنګۍ او یو موټرسایکل سره دوي به یې په مخکې اچولي وي لکه څرنګه چې دغه حالات دیارلس کاله مخکې هم یوځل تکرار شوی وو.دا به نو بیا یوه بله ډنډوره او د بې ځایه وینو تویولو یوه لړۍ وي.