
د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ناکامو دولتونو اصطلاح په سیاسي علومو، اقتصاد او پراختیایي علومو کې د بحث د یوې مهمې موضوع په توګه رامنځته شوه ناکام دولتونه د نړیوالې سولې،ثبات او پرمختګ لپاره ګواښ ګڼل کېدل له همدې امله د ټولنیزو علومو د بېلابېلو برخو پوهانو او څېړونکو د ناکامو دولتونو په اړه څېړنې او تحقیقات پیل کړل او د ناکامو دولتونو د پېژندنې،د ناکامو دولتونو د رامنځته کیدو د عواملو او د ناکامو دولتونو له لوري پرمختللې نړۍ ته د احتمالي ګواښونو په اړه یې څېړنې او تحقیقات ترسره او خپاره کړل.
د ناکامو دولتونو په اړه لومړنی کتاب په ۱۹۹۵ زکال کې د Collapsed States په نامهچې د I. William Zartman له لوري لیکل شوی و چاپ او خپور شو، د ناکامو دولتونو په اړه دویم کتاب د Making States Work په نامه په ۲۰۰۵ زکال کې چې د Simon Chesterman ، Michael Ignatieff اوRamesh Thakur له لوري لیکل شوی و خپور شو.د ناکامو دولتونو په اړه دریم کتاب چې د Frances Fukuyama له لوري د State Building تر نامه لاندې لیکل شوی و په ۲۰۰۵ زکال کې چاپ او خپور شو، تر فوکو یاما وروسته په ۲۰۰۷ زکال کې د ناکامو دولتونو په اړه څلورم کتاب چې د Paul Collierله لوري د The Bottom Billion: Why the Poorest Countries are Failing and What Can Be Done About It په نوم لیکل شوی و ،خپور شو او د ناکامو دولتونو د رغونې په اړه په ۲۰۰۸ زکال کې ډیر مهم او ګټور کتاب Fixing Failed States: A Framework for Rebuilding a Fractured World
د ډاکتر محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ له لوري ولیکل شو او د اکسفورد پوهنتون له لوري چاپ او خپور شو.
اساسي سوال دا دی چې ولې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ناکامو دولتونو په اړه څېړنې پیل شوې او ولې ناکامو دولتونو د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د پرمختللو هېوادونو پام ځان ته راواړاوه؟ ددې سوال په ځواب کې باید ووایو چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ټیکنالوژي او د ټولنیزو علومو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړل او یو شمېر نور هېوادونه بیا د پخوا په څېر د وروسته پاتې هېوادونو یا هم د ناکامو دولتونو په توګه پاتې شول.
اوسمهال په نړۍ کې له ۴۰ څخه تر ۶۰ پورې ناکام دولتونه شتون لري ناکام دولتونه هغو دولتونو ته ویل کیږي چې د خپلو ملي او بین المللي مسؤلیتونو د ترسره کولو توان نه لري ناکام دولتونه د نشه یي توکو له قاچاق، فقر، بېسوادۍ، قومي شخړو، ناروغیو، پراخ مالي او اداري فساد او له بېوزلۍ سره مخامخ دي له نړیوالو مرستو اغیزمنه او سمه ګټه نه شي اخیستلای او په کور دننه د اصلاحاتو د رامنځته کولو، له خپلو منابعو څخه د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو او د خپلو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل وړتیا او ظرفیت نه لري د دولتونو ناکامي په حقیقت کې یوه پیچلې ستونزه ده چې د هېوادونوله سیاسي، اقتصادي، امنیتي وضعیت او د نړیوالو مرستو له څرنګوالي سره مستقیم تړاو لري.
نا امني، جګړه، سیاسي بې ثباتي، اقتصادي وروسته پاتې والی، او د ډیموکراتیکو نظامونو نشتون په اوسني عصري نړۍ کې د ناکامو دولتونو مهمې ځانګړتیاوې دي .پرمختللي هېوادونه د ناکامو دولتونو د شتون په اړه اندېښنې لري د پرمختللو هېوادونو مشران او څېړونکي په دې اند دي چې ناکامو دولتونو د نړۍ سوله او ثبات او د دوی ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
له همدې امله پرمختللو هېوادونو او په ځانګړي توګه لویدیځو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له ناکامو دولتونو سره په میلیاردونو ډالرو مرستې کړي دي خو یادې مرستې اغیزمنې نه وې او له ناکامو دولتونو سره یې د داخلي اصلاحاتو د رامنځ ته کولو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته ونه شوه کړای له همدې امله د ناکامو دولتونو رغونه د اوسنۍ پرمختللې نړۍ لپاره یوه مهمه ستونزه او ننګونه ګڼل کیږي.
په نړۍ کې له ۴۰ تر ۶۰ ناکام دولتونه شتون لري او په دې دولتونو کې له یو څخه تر دوه میلیاردو پورې انسانان ژوند کوي د ناکامو دولتونو د رغاونې او جوړولو موضوع په نړیواله سطحه یوه مهمه او حیاتي موضوع ګڼل کیږي او په اړه یې څېړنې او تحقیقات ځانګړی ارزښت او اهمیت لري.
د ناکامو دولتونو د رغونې د موضوع اهمیت او ارزښت ته په پام سره محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ لومړی د ناکامو دولتونو د رغونې لپاره د State effectiveness تر نامه لاندې یوانستیتوت چې مرکز یې په واشنګټن کې دی جوړ کړ او بیایې د ناکامو دولتونو د رغونې په موخه یو مهم او ګټور کتاب (د ناکامو دولتونو رغاونه ،د ناکامې نړۍ د بیا جوړونې لپاره یوه کاري طرحه) په نوم کتاب ولیکه ،چې د اکسفورد مطبعې له لوري چاپ او خپور شو.
دمحمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ له لوري د دې مهم کتاب لیکلو او خپرولو د دولت د رغونې لپاره څلور مهم اهداف درلودل لومړی د دولت په اړه د پوهاوي رامنځ ته کول، دویم د ناکامو دولتونود بیارغونې په موخه د مدني ټولنو هڅول، دریم په دولت جوړونه کې په نړیواله سطحه د خلکو د ونډې پراختیا او څلورم د ناکامو دولتونو د رغونې لپاره د عملي اجنډا رامنځته کول و.
محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ په خپل کتاب کې د ناکامو دولتونو په اړه علمي بحث کړی دی له یوه لوري یې د ناکامو دولتونو د رامنځته کیدو عوامل او له بل لوري د ناکامو دولتونو درغونې ټول اړخونه په تفصیلي او هر اړخیزه توګه څېړلي دي لیکوالانو په خپل کتاب کې په دې بحث کړی چې څنګه کولای شو ناکام دولتونه بیا ورغوو او د ناکامو دولتونو د بیا رغونې لپاره څنګه له بېلابېلو سرچینو څخه استفاده کولای شو؟ د ناکامو دولتونو د رغونې کتاب لیکوالان محمداشرف غني او کلیر لاکهارټ په دې اند دي چې د دولتونو ناکامي مختلف عوامل لري چې ځینې یې داخلي او ځینې یې هم بهرني عوامل دي . همدارنګه دوی په دې باور دي چې د دولتونو مشران د دولتونو په کامیابۍ او ناکامۍ کې مهم رول لري او په اوسنۍ پیړۍ کې د ناکامو دولتونو شتون نړیوال ثبات ته مهم ګواښ او د ناکامو دولتونو بیا رغونه د پرمختللې نړۍ او نړیوالې ټولنې لپاره یوه مهمه ننګونه ګڼي.
محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ په دې اند دي چې د نړۍ ډېری ناکام دولتونه له سرمایې څخه د ګټې اخیستلو وړتیا نه لري، ډیموکراتیک نظامونه په کې شتون نه لري او خپلو خلکو ته د عامه خدماتو په سرته رسولو او د عدالت په تطبیق کې پاتې راغلي دي. دوی دواړه له ناکامو دولتونو سره د مرستو په اوسني نړیوال سیستم او د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ د اړیکو په څرنګوالي هم نیوکې کوي. محمد اشرف غني په دې اړه څرګنده کړې وه چې موږ په یوې واحدې نړۍ کې ژوند کوو او په دې واحدې نړۍ کې ژوند کول په داسې شکل چې ځینې هېوادونه منابعو ته لاسرسی ولري او ځینې یې ونه لري ممکن نه دی. له همدې امله نوموړی د مرستو په اوسني نړیوال نظام نیوکه او د واحدې نړۍ په رامنځ ته کولو ټینګار کوي محمد اشرف غني په دې باور دی چې د دې چارې له ترسره کولو پرته به نړۍ یو تاریخي فرصت له لاسه ورکړي.
محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ په خپل کتاب کې د یو دوه اړخیز تړون د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی چې یو لوری به یې د ناکامو دولتونو مشران او نړیواله ټولنه وي او بل لوری به یې د ناکامو دولتونو مشران او د هغوی اتباع وي. دوی په دې اند دي چې د دولت ساختار مهم نه دی بلکې مهمه دا ده چې دولتونه خپل مسؤلیتونه او دندې په سمه او اغیزمنه توګه ترسره کړي. ډاکتر محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ په خپل اثر کې د ناکامه دولتونو د رغولو لپاره یوه هر اړخیزه او علمي طرحهاوتیوري وړاندې کړې ده هغوی په خپله طرحه کې د ناکامو دولتونو د بیا رغونې لپاره په لاندې ټکو په بشري منابعو باندې پر پانګونې، د عامه مالي سیستمونو په اصلاح، ادارې کنټرول، د قانون په حاکمیت، د اتباعو د حق څرګندولو پر توانایي، د عامه سرمایې په مدیریت، د بشري حقوقو په خونديتوب، د زیر بناوو په رغولو، د دولت د شتمنیو په اداره کولو، د دولتونو په مشروعیت، ظرفیت جوړولو، شفافیت، په نهادونوپه پانګونې، د امنیت په ټیګښت، د آزاد بازار په رامنځ ته کولو، د اطلاعاتو او معلوماتو او وخت په مدیریت او اوسنیو ستونزو ته د عملي او عیني حل لارو په پیدا کولو ټینګار کړی دی.
اشرف غني او کلیر لاکهارټ په خپل اثر کې د فقر لمنځه وړلو لپاره د نویو میکانیزمو رامنځ ته کول مهم ګڼي او په دې باور دي چې د مدني ټولنې، آزاد بازار او دولت ترمنځ یوه منظمه او اغیزمنه اړیکه د یو اغیزمن دولت جوړولو لپاره مهمه ده، چې د خپلو ملي او بین المللي مسؤلیتونو د سرته رسولو ظرفیت به ولري.
د ناکامو دولتونوبیا رغونې اثر لیکوالان په دې باور دي چې ناکام دولتونه رغول کیدای شي او هغه اهداف چې دوی ټاکلي دي خیالي نه دي بلکې په عمل کې یې د تطبیق امکانات شته دي دوی د خپلې نظریې او لید لوري د تائید لپاره تاریخي مثالونه راوړي دي د بېلګې په توګه اروپایي هېوادونه چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ورغول شول سینګاپور، ایرلینډ او هسپانیه چې یو وخت مخ پر ودې هېوادونه وو خو اوس پرمختللي هېوادونه ګڼل کیږي له همدې امله دوی هیله مند دي چې ناکام دولتونه رغول کیدای شي.
د ډاکتر محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ کتاب د ناکامو دولتونو رغونه چې د ناکامو دولتونو د رغولو لارې چارې په کې په تفصیلي توګه څېړل شوي دي له چاپ او خپرېدو وروسته په نړیواله کچه د فکري بنسټونو، لیکوالانو، څېړونکو، نړیوالو ادارو او سازمانونو پاملرنه ځانته را واړوله نړیوالو فکري بنسټونو او ادارو یې په اړه تحلیلي غونډې وکړې او د دې اثر د اغیزمنتوب او ګټور توب په اړه یې لیکنې وکړې. د ډاکتر غني او لاکهارټ اثر د ناکامو دولتونو رغونه څو داسې ځانګړتیاوې لري چې په دې اړه په نورو لیکل شویو کتابونو او اثارو کې یادې ځانګړتیاوې نه لیدل کیږي.
لومړی په دې کتاب کې یوازې ناکام دولتونه تعریف شوي نه دي او نه یوازې د ناکامو دولتونو د رامنځ ته کېدو په عواملو بحث شوی بلکې د ناکامو دولتونو د رغونې لپاره په علمي او عملي تجربې ولاړې حل لارې وړاندې شوي دي.
دویم په دې کتاب کې یوازې له تیوریکه پلوه ناکام دولتونه او د هغوی د رغولو چارو باندې بحث نه دی شوی بلکې له موردي مطالعاتو یا Case Studies څخه استفاده شوې او د نړۍ د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره له مرکو او د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د سفرونو له لارې لیکوالانو د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له تجاربو څخه استفاده کړې ده.
دریم لیکوالانو د داسې یوې موضوع په اړه تحقیقات کړي چې په اړه یې زیاتې څېړنې او تحقیقات نه دي شوي نو د داسې یوې موضوع په اړه تحقیق کول چې په اړه یې کمې څېړنې شوې وي یو سخت او ستونزمن او با ارزښته کار ګڼل کیږي.څلورم د محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ اثر په نړیواله کچه له علمي ارزښت او اعتبار څخه برخمن دی او اوسمهال ورڅخه په نړیواله کچه په څیړنوکې د یوې معتبرې او عملي منبع او ماخذ په توګه استفاده کیږي.
پنځم په دې اثر کې د ناکامو دولتونو د رامنځ ته کېدو په عواملو، د دولت په مسؤلیتونو، د دولت، مدني ټولنې او آزاد بازار ترمنځ په اړیکو، د یو اغیزمن دولت د رامنځ ته کولو په لارو چارو په ډېر تفصیلي، مسلکي،علمي او هر اړخیزه توګه بحث شوی دی.
شپږم تر اوسه پورې په دې اثر کې د راغلو حل لارو او نظریاتو پر ضد او یا هم د هغوی د رد په موخه کومه لیکنه او یا هم څېړنه، نه ده ترسره شوې چې دا په خپله د کتاب علمي ارزښت څرګندوي له بل لوري په کتاب کې راغلي نظریات او وړاندیزونه په نړیواله کچه دڅیړونکو او لیکوالانوله لوري ستایل شوي او تاییدشوي دي.
اووم محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ په خپل کتاب کې له قوي ،معتبرو او باوري علمي اثارو،کتابونو او څیړنو څخه استفاده کړې او دخپل کتاب د بشپړولو په موخه یې زیات شمیر علمي اثار مطالعه کړي او په دې توګه یې په خپل کتاب کې د نړۍ د مطرحو او پیژندل شویو پوهانو له نظریاتو،تجاربو او معلوماتو څخه ګټه اخیستې او د هر کتاب علمي ارزښت او اهمیت دهمغه کتاب په ماخذونو او منابعو پورې مستقیم تړاو لري داچې د ناکامو دولتونو رغونې اثر لیکوالانو له قوي علمي ماخذونو او منابعو څخه په خپل تحقیق کې استفا ده کړې دا پخپله دناکامو دولتونو د رغونې کتاب په علمي ارزښت او اهمیت دلالت کوي.
اووم په نړیواله کچه مهمو علمي اوتحقیقاتي بنسټونو او فکري مرکزونو د دې کتاب د ارزښت او اهمیت په اړه تحلیلي او علمي غونډې کړي دي ډاکتر غني د خپل همدې اثر په اړه اکسفورد پوهنتون ته وینا کړې، ډاکتر محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ د خپل اثر په اړه په هغې غونډې ګډون او ویناوې کړې دي چې په نیویارک کې د Asia Society له لورې جوړه شوې وه، کلیر لاکهارټ د همدې اثر په اړه له The Asia Foundation سره چې نړیواله اداره ده مرکه کړې وه، امریکایي مشهورې ویب پاڼې Forign Affairs د ډاکتر غني او کلیر لاکهارټ د اثر په اړه لیکنه کړې وه او هغه یې په خپل ویب سایټ کې د کتاب له نوم او عکس سره یو ځای خپره کړې وه، The economist هم د دې کتاب په اړه لیکنه کړې وه اوباید وویل شي چې د ډاکتر غني او لاکهارټ کتاب د Amazon په ویب سایټ کې په انلاین شکل پلورل کیږي.
ډاکتر اشرف غني د خپل کتاب په اړه پهChathaam house، Ted talk ,Bloomberg کې ویناوې کړي دي. همدارنګه محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ د خپل کتاب د ناکامو دولتونو رغونې په اړه The Aspen institute، ODI، او Talks at google کې خپل نظریات له څېړونکو او لیکوالانو سره شریک کړي دي. د یادونې وړ ده چې د Oxfam blog، World Affairs.org، او guardian د ډاکتر اشرف غني او کلیر لاکهارټ د کتاب ناکامو دولتونو رغونې په اړه لیکنې اومقالې خپرې کړې وې.
او نهم دا چې ډاکتر اشرف غني او کلیر لاکهارټ دوه علمي او مسلکي شخصیتونه دي اشرف غني د بیروت په امریکایي پوهنتون، د کلیفورنیا به بار کلي پوهنتون، له جانز ها پکنز پوهنتون، کابل پوهنتون، نړیوال بانک، ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان په حکومت کې له خپلو تجربو څخه د کتاب په لیکلو کې استفاده کړې د ډاکتر غني ترڅنګ کلیر لاکهارټ هم له نړیوالو ادارو سره له خپلې مسلکي تجربې څخه د کتاب په لیکلو کې ګټه اخیستې.
محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ په واقعیت کې د ناکامو دولتونو د رغونې لپاره یو تیوریک چوکاټ او علمي طرحه وړاندې کړې ده که څه هم لیکولانو په خپل اثر کې د مختلفو هېوادونو له تجربو او په مختلفو ادارو کې له خپلې کاري او مسلکي پوهې او تجاربو څخه استفاده کړې خو سره له دې د ناکامو دولتونو رغونې کتاب د ناکامو دولتونو د رغولو په اړه یوه تیوري ده او هره تیوري د علومو په هره برخه کې چې وي د تطبیق پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
لیکوالانو په خپل کتاب کې یو شمېر مشخص وړاندیزونه کړي دي د بېلګې په توګه له ناکامو دولتونو سره د مرستو د اوسني سیستم بدلون، د قانون حاکمیت، په بشري سرچینو پانګونه او داسې نور،خو موږ پوهېږو چې له وروسته پاتې او ناکامو دولتونو سره د مرستو د اوسني نړیوال سیستم بدلون زیات وخت ته اړتیا لري له همدې امله د اشرف غني او کلیر لاکهارټ د نظریاتو تطبیق وخت ته اړتیا لري او دا خبره په خپله ډاکتر غني او لاکهارټ په نیویارک کې د آسیا ټولنې ته د وینا پر مهال تائید کړې وه.
د ناکامو دولتونو د رغونې کتاب کې د راغلو وړاندیزونو او نظریاتو د تطبیق پر وړاندې دویمه اساسي ستونزه د ناکامو دولتونو د رامنځ ته کېدو د عواملو لمنځه وړل دي د ناکامو دولتونو رامنځ ته کېدل مختلف عوامل لري چې ځينې یې داخلي او ځینې یې بهرني عوامل دي او ټول عوامل له یو بل سره مستقیم تړاو لري په یو وخت کې د ناکامو دولتونو د رامنځ ته کېدو د ټولو عواملو لمنځه وړل ستونزمن ښکاري.
د ناکامو دولتونو د بیا رغونې لپاره د پالیسیو او تګلارو جوړول او تطبیق زیاتې مطالعې، پراخو امکاناتو، مسلکي او علمي پوهې، اداري ظرفیت او وړتیاوو، تخنیکي امکاناتو، د ادارو ترمنځ منظمې هماهنګۍ او مالي منابعو او امکاناتو ته اړتیا لري او ناکام دولتونه دغه امکانات او منابع، اداري ظرفیت، بشري وړتیا او تخنیکي پوهه، او د پالیسیو د جوړولو او تطبیق لپاره منظم میکانیزمونه نه لري نو له همدې امله د ناکامو دولتونو لپاره به یوڅه ستونزمنه وي چې د ډاکتر محمد اشرف غني او د کلیر لاکهارټ له کتاب څخه اغیزمنه ، سالمه او بشپړه استفاده وکړي.
په پایله کې ویلای شو، چې محمد اشرف غني او کلیر لاکهارټ د ناکامو دولتونو درغولو لپاره یوه علمي او مسلکي طرحه او تیوري وړاندې کړې ده خو له دې طرحې څخه استفاده کول د ناکامو دولتونو د مشرانو په وړتیاوو، امکاناتو او د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو په پالیسیو پورې تړلې ګڼل کیږي او داچې د ناکامو دولتونومشران، نړیوال مرسته کوونکي سازمانونه اونړیواله ټولنه به څومره وکولای شي چې د ناکامو دولتونو د رغونې کتاب د لیکوالانو له نظریاتو، تجربو، وړاندیزونو او طرحو څخه استفاده وکړي هغه څه دي چې په راتلونکي کې به روښانه شي .
ماخذونه:
1_ Fixing Failed States: A Framework for Rebuilding a Fractured World - Book Launch and Discussion with Ashraf Ghani and Clare Lockhart,Chair:
Simon Maxwell - Director, ODI, 22 May 2008, https://www.odi.org/events/265-fixing-failed-states-framework-rebuilding-fractured-world-book-launch-and-discussion-ashraf-ghani
2_ A Conversation with Author and Governance Expert Clare Lockhart, February 13, 2013, https://asiafoundation.org/2013/02/13/a-conversation-with-author-and-governance-expert-clare-lockhart/
3_ Fixing Failed States: A Framework for Rebuilding a Fractured World,Reviewed By G. John Ikenberry, September/October 2008,https://www.foreignaffairs.com/reviews/capsule-review/2008-09-01/fixing-failed-states-framework-rebuilding-fractured-world
4_ Jean-Gennaln Gros, Failed States in Theoretical, Historical, and Policy Perspectives, Department of Political Science, University of Missouri.
5_ Ashraf Ghani and Clare Lockhart Speeches at The Aspen institute، ODI، Talks at google,Asia Society and Oxford University.