له دې وروسته  غلهُ؛ سايکل نشي در څخه  پټولى!!!

که سايکل لرئ او په بازار او يا هم په پردي ځاى کې ددې لپاره پرې وېرېږي،چې څوک به يې درنه وځغلوي او وبه يې تښتوي؛ له دې وروسته په دې اړه اندېښنه مه کوئ،ځکه د نوې ټکنالوژي په پرمختگ داسې سايکل جوړ شوي دي ،چې د منځ تيرونه يا ميلې يې انعطاف پذيره دي يانې د اوږدې اوسپنې پرځاى پکې له ټوټه ټوټه ميلو څخه کار اخيستل شوى دى او ددې وړتيا لري چې هر لوري ته ستا په خوښه کوږ را کوږ شي.
دا د کلوله کېدو وړ سايکل په ډېرې اسانۍ سره په ونې ، سيمټي لکړې او بل هر شي پورې کولپ کولى شئ، او نور به يې هغه وېره هم ختمه شي چې که يې د شاه ټاير کولپ کړم غل به يې د شاه ټاير جگ ونيسي او د مخې په ټاير به يې بوځي.