
امان الله خان ته د مترقي افغانستان بنسټګر ځکه ویلی شو چې هغه د خپلو پلار او نيکونو سره په کورټ توپیر د افغانستان دولتي بېړۍ روانه کړه، غازي امان الله خان معارف، فابریکې، نړیوالې اړیکې، بیان ازادي، په ځان بسیا افغانستان غوښت..
باچا امان الله خان چې د سختو کرغېړنو مذهبي او سیاسي ستونزو په ګرداب کې د ګیر وخت او افغانستان باچا شو، بیخي سخته وه چې خلک یې قانع کړي وای، د هغه کاریزماتیک شخصیت او د وطن سره د بې حده مینې په وجه یې لس کاله افغانستان نیږدې وه چې افغانستان وژغوري خو که په فزیکي توګه وطن بیا ترې کنډواله شو خو داسې فکر یې په مېراث پریښود چې د هغه وخته پوره سل کاله وروسته افغانان یوازې یوه لاره د خلاصون لار بولي، افغانان بالاخره په دې قناعت وکړ چې یوازې امان الله خاني؛ د ټولو ستونزو حل دی.
زموږ یوه تاریخي بدبختي داده چې په حال کې هیڅکله فکر نه کوو، هغه وخت د بچه سقاو مریدانو د برتانیې په لمسون دغه عظیم انسان پرینښود، امان الله خان یوازې افغانستان ارام نه غوښت بلکې د انګریزانو څخه د هند ازادي، د ډیورنډ مسله یو طرفه کول یې هم لوی ارمان وه.
د پښتنو ستر رهبر او د امان الله ارمانجن خان عبدالغفار خان چې نن ورځ د هر سقاوي او اماني فکر خاوندانو ایډیال بللی، ډیرې هلې ځلې وکړې چې دغه هستي او وروستی ډنډغر بیا افغانستان ته ورکړي تر څو دا بدبخته کړای شوې خاوره خوشبخته کړي.
زموږ تاریخ د حماسو ډک دی، وینې وینې دی، هره پاڼه کې جنګ او کرکه ده، یوازنی امان الله خان وه چې افغانستان یې د ارام بستر ته راکشاوه، ددغې خاورې د درد دوا یې په معارف کې لیده، د نننۍ دیموکراسۍ خبرې یې سل کاله وړاندې کولې، د دین په سر معامله ګري او مذبذبي یې سل کاله وړاندې خلکو ته ور پیژندلې وه.
سیال او عصري افغانستان د امان الله خان ارام، دده له برطرفۍ وروسته یو ارمان پاتې شه، تر ننه کړیدلي، ځوریدلي، خدای بحښلي ګرځوو...
د امان روح د ښاد وي، دده مکتب د یې په لارویانو ډک وي.