افغانستان د نړیوالو د ناسمو سیاستونوقرباني

 
 
 
په افغانستان کې دنړۍ ناسم سیاستونه اوناسالمه سیالۍ ددې هیواد دوګړونه ورځ تربلې قرباني اخلي. په حکومت کې دننه شته ستونزې اوخپلمنځي اختلافات ددې لامل سوي، چې اوسنی حالت مدیریت نشي کړای. هرافغان ته داجوته ده، چې افغانستان دنړيوالو دناسالمه سیاستونو د ازمویلو په مرکز بدل سوی، دنړۍ سترځواکونه د یوبل ځپلولپاره په دې هیواد کې اخته دي، چې دجګړې اوریې بل کړی او د سوند توکي یې بې وسه افغان ولس دی ، مونږپه دې پوهیږو، چې ګاونډي هیوادونه کله هم نه غواړي، چې افغانستان کې یو ځواکمن نظام اوحکومت رامنځ ته سي ځکه دوی خپل بربادي د افغانستان په ودانۍ کې ویني اوخپل آبادي زمونږپه بربادۍ کې، همداوجه ده، چې د تېر ۱۸ کلونو په اوږدو کې افغانستان ونه توانید یوداسي حکومت اونظام رامنځته کړي، چې دکورني جګړو پرځای دسیمې اوګاونډیو هیوادونو سره سیالۍ ته مخه کړي. امریکا چې دلاسلیک شوو تړونو پربنسټ دافغانستان یو ستر تمویلونکی او استراتیژیک ملګری بلل کیږي، خوکله یې هم دافغانستان په اړه ثابت دریځ نه دی غوره کړئ، امریکا په افغانستان د یرغل ترمخه ډېره ساده انګیرلې ؤ، چې داهیواد به په اسانۍ مدیریت او د خپلو موخو ترلاسه کولول لپاره خپل سیال هيوادونه له دې ځایه وګواښې اوکومې موخې، چې په پام کې لري په اسانۍ به ورته ورسي خو د امریکا د تمې خلاف داسې ونسو، امریکا په ۱۸کلونو کې ونه توانید یوازې د افغانستان حالت مدیریت او نسبي سیاسي او ټولنېز ټيکاو رامنځته کړي.  دلته یې پښه داسې په دام کې بند پاته شوه، چې اوس یې نه شي ایستلای، روسیه اوایران چې کله هم نه غواړي امریکا په افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي، نو له هره ممکنه لارو نه ورته خنډونه جوړوي،  چې قرباني یې افغان ولس ده ، بل خوا هند چې دافغانستان نسبتا یوتمویلونکی هیواد دی اوپه ډېرو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي اولاهم ژمنې کوي، خو دا هیواد بیا دپاکستان ستردښمن دی، چې په افغانستان کې یې شتون نشي زغملای اودهند سیاسي نفوذ د پاکستان حساسیتونو د راپارولو لامل شوی، چې پاکستان په ځواب کې هرډول غبرګون ښودلئ ان د ترهګرېزو بريدونو تر کچې. چې د هند او پاکستان ددغه ناسالمې سیالۍ قرباني بیا هم افغان ولس دی. پاکستان په پټه اوښکاره تل ګوت څنډنه کړې، چې په افغانستان کې د هند سیاسي نفوذ اوفزیکي شتون ورته د زغم نده، خوهند دافغان حکومت سره د یوملګري په توګه ولاړ دی اوخپلو مرستوته یې دوام ورکړی، که افغانستان یوپیاوړی بهرنی سیاست درلودلای، نودا ستونزې به تر یو بريده کمېده اوافغان حکومت به د ډیپلوماټیکې لاري پاکستان باوري کړای وای، چې د هند شتون پاکستان لپاره  ننګونه نده اوافغان حکومت به کله هم اجازه ورنکړي، چې هند د پاکستان پرخلاف دافغانستان له لارې کوم اقدام ترسره کړي، همداشان په سیمه کې دامریکا سیال هیوادونه روسیه اوچین ته به هم قناعت ورکړئ وای، چې ترهغه دي تم شي، چې افغانستان يو نسبي سیاسي ثبات ته ورسي، ځکه د افغانستان سیاسي ثبات روسيې لپاره هم ګټوره ده او وروسته له هغه به د امریکا دایستلو په اړه پرېکړه کیږي. نو تر یو کچه به د افغان ولس وژنې مخه نیول سوې وای، خو په خواشینۍ سره د تېر ۱۸کلونو په اوږدو کې مونږ په دې ونتوانیدو، چې لږترلږه یو پیاوړی بهرنی سیاست ولرو اوپه همدې سبب ورځ تربلې د نړۍ د کرغېړن سیاست قرباني کیږو.
 
 
د اوسني حکومت په وروستیو شيبو کې افغانستان د تېرې يوې لسېزې په پرتله د سترو ننګونو سره مخ دی. ټاکنې یوله حساسو موضوعاتو ګڼل کیږي، چې افغان حکومت يې تل په ترسره کېدو ټینګارکوي، خو امریکا بیا دټاکني ترسره کیدوته لیوالتیا نه ښي، چې دغه قضيې ته د امريکا نه پام افغانان اندښمن کړي. په داسې حال کې چې د سولې د خبرو بهیرنازک پړاوته رسېدلي، امریکا ددغو اړينو قضيو په وړاندې هیڅ داسې ثابت دریځ نلري اود ټاکنو په اړه کومه ښکاره څرګندونه نه ده کړې. د سولي خبرو کې هم امریکا رېښتنی نه ښکاري. کله وایې چې هوکړې ته نژدې شوې يو اونور چارواکي یې بیا مخالفی څرګندوني کوي او وايې چې د سولې په هوکړه ليک کې لا هم ژور توپيرونه شتون لري، داهغه اندېښنې دي، چې له امله یې عام افغانان له فکري او اقتصادي لحاظه زیانمن کړي او داسې انګيري، چې د هيواد برخليک ناسم لوري ته روان دی.
 
 
ځینې د چارو شنونکي بیا وایي اټکل کیږي، چې د سولې دهوکړې تر لاسليک وروسته یو لنډ مهاله حکومت به رامنځ ته شي، چې طالبان به هم پکې برخه ولري. خو یوشمیربیا وایي امریکا له افغان دولت سره لوبه روانه کړې. د سولي خبرې ددې نوي لوبې پیلامه ده. په هرحال که دسولي د هوکړې وروسته طالبان د افغان دولت یوه برخه شي اوهغوی ته په نظام کې سیاسي برخه ورکړل شي ،عامو افغانانو ته د قناعت وړ وي او ټاکنې هم ترسره شي نودا به د افغان حکومت په وړاندې شته ننګونې ترډېره کمې کړي. خو که د لنډمهالې حکومت خبره د امریکا له خوا وړاندیز شي او ټاکنې وځنډول شي څرګنده ده،  چې دیوشمیرافغان سیاسي رهبرانو اوجهادي تنظیمونو حساسیتونه راپارول کیږي اواټکل کیږي، چې دوی به هڅه کوي، چې دا بهیروګواښي او له خنډ اوځنډ سره مخ کړي خو دا هرڅه د امریکا په پرېکړې پورې اړه لري، چې څنګه طالبان، افغان دولت اوسیاسي مشران  دسولې  دیوسالم اوروغ بهیرد ملاتړ لپاره وهڅوي، د دري واړو اړخونو ګټې پکې خوندې او په دې هکله شته اندېښنې لېرې کړي، ترڅو په دې هیواد کې د نړیوالو او د امريکا سیالانو د ناسالمو سیاستونو لړۍ ختم اوپه دې هیواد کې روان کړکیچ پای ومومي، چې په ترڅ کې يې د عامو افغانانو د وینې تویېدنې لړۍ ودرول شي.