ای زماشهيد وطنه

وياړونه رانه ولاړو تاريخونه رانه ولاړو
دننګ شملی می ټيټی عضمتونه رانه ولاړو
موږلاترزنی ناست يو دپردو په تمه وروڼو
لاسونه سره ورکی جنتونه رانه ولاړو
زما لمرين جانان نن په سرووينو کی ايشيږی
پشتانه غيرت نه که وطنونه رانه ولاړو
اوس وينی وينی ژاړی بلبلان ای بی غيرتو
کفن کفن وطنه ايمانونه رانه ولاړو
چی مستی په ډولو اه سندريزی نغمی ګونګی
نن څه اباراغلی سهارونه رانه ولاړو
هغه پشتانه چيری چی بی نور ازادولو
نن ټول کاڼه وړنده دی سره لعلونه رانه ولاړو
اوس چاته ګريوان څيری ای زماشهيد وطنه
نن خپل راته بلادی څراغونه رانه ولاړو
ډيوی دعلم خپل کړی زماياغی پشتنووروڼو
پرهرپرهر جانانه مشعلونه رانه ولاړو
نن بيا سرپه زنګون الکوزی ای وطنوالو
راپورته سی له خابه شنه ډاګونه رانه ولاړو

منان الکوزی کوټه
--------------------