داسې ساعت جوړ شوى چې چاى درته پخوي!!


که چېرې د گهيځ په رابېدارېدلو کې تنبل يئ او يا هرکله چې راجگ شوي يئ ؛ ددې وخت درسره نه وي چې چاى وخورئ او يوازې مو دومره کړي وي چې ځان جوړ کړئ، درېشي واغوندئ او دفتر ته لاړ شئ. له دې وروسته په دې اړه فکر مه کوئ ځکه اوس داسې ساعتونه جوړ شوي چې تاسې ته چاى هم پخولى شي
دا ساعت چې په انځور کې يې وينئ داسې ساعت دى چې ډېر ارام زنگ لري، په کراره مو له خوبه راويښوي او چې راويښ شوئ له راويښېدو سره يوځاى به يې چاى هم درته تيار کړى وي.
دا چې د سهار چاى او ډوډۍ خوړل د روغتيا له پلوه ډېر مهم دي نو ياد ساعت د يوې پيالې چاى د پخلو ځاى لري هر سهار وختي چې دا ساعت ستاسې د راجگولو په پار شرنگهار پيل کوي له هغه يو څو دقيقې مخکې د چاى په دمولو او گرمولو شروع کوي ، او تر هغوچې تاسې راجگېږئ ساعت به درته چاى تيارکړى وي اونهار مو له کوره نه باسي.
خو مخکې له دې چې تاسې ويده کېږئ بايد يوه پياله سړې اوبه او د يوې پيالې انډول چاى يا قهوه ورواچوئ او چې ګهيځ کېږي ساعت يې په اتومات ډول ستاسې د راجگېدو تر وخته تاسې ته تياروي.
دا چاى پخونکى ساعت په بازارونو کې په ٨٨ ډالر خرڅېږي.