پرهار

پرهارونه می دزړګی راټوکيږی
پشتانه به خدايه که له سړی کيږی
يوقوت سی پشتنو کنی ورکيږو
دزړه وينی می دسترګوراڅاڅيږی
بی ضمير دزمانی سره يو سی وی
فضل فضل شهزادګی نن ترټل کيږی
په زړګی قلم قلم يې قاميلانو
زماجانان وطن به که له سمسوريږی
پرهارونه می دزړګی راټوکيږی
پشتانه به خدايه که له سړي کيږی
تيرايستلی په ملی وحدت پشتون دی
دايبلس لائين دلا سه نن بيلتون دی
موږ په څه يودی په څه دی لويه خدايه
په هرګام دغليمانو پيوستون دی
پشتانه پشتانه پاته نه سو خدايه
دشخصی ګټو دپاره افلا تون دی
پرهارونه می دزړګی راټوکيږی
پشتانه به خدايه که له سړی کيږی
پشتنی تورسری ژاړی بی خاونده
شهيدان په وينو سره لکه ګلونه
بلبل وينی وينی ژاړی ځوانيمرګو
په سره اور کی می نن سوځی جنارونه
لويه خدايه اوس وچاته ګريوان څيری
له يې وژنی هرخوا چيغی فريادونه
پرهارونه می دزړګی راټوکيږی
پشتانه به خدايه که له سړی کيږی
زماجنت وطن نن بيا راته سوراورسو
نازنين می دپردو دزړه ټکورسو
اه پنځه زره کلن تاريخ می ولاړی
په قدم قدم می دمرګ دغم پيغور سو
چی هرڅو الکوزی چيغی بغاری
باک پری نه که ودنيا ته می مختورسو
پرهارونه می دزړګی راټوکيږی
پشتانه به خدايه که له سړی کيږی
 

منان الکوزی کوټه
--------------------