کانګو ناروغي 

په دولسمه پیړۍ کې ددې ناروغۍ لمړۍ پېښه په تاجکستان کې منځ ته راغله، له همدې امله فکر کیږي چې تاجکستان ددې ناروغۍ لمړنی هېواد دی.
ساینس پوهانو په ۱۹۴۴ زیږدیز کال کې نوموړې ناروغي وپېژندله او د کریمین کانګوهیمورژیک تبې نوم یې ورکړ، خو په دې وخت کې دوی د عامل د تجرید کیدو وس نه درلود چې بیا بالاخره د ې وایروسي ناروغیو ډاکټرمیخایل چوماکوپ په ۱۹۶۷زیږدیزکال دجون په میاشت کې د مینځنۍ اسیا د ثمرقند په ایالت کې دیوې وخیمې پیښې څخه عامل جدا او د وایروسونو په فهرست کې شامل کړ.

یادونه باید وشي چې ددې وایروس په اړه ځینو نورو پوهانو هم په خپل وخت کې څیړنې ترسره کړي دي، چې بلاخره د ټولو په توافق ورته دکانګو کریمین هیمورجیک وایروس نوم ورکړل شو.

د ویروس نوم د ناروغۍ د پیدایښت د ځای پر بنا اېښودل شوی دی، خو په یونان، پرتګال، جنوبي افریقا، سعودي، عراق، کویټ او ځینو نورو هېوادونو کې یې هم پېښې تثبیت شوي دي.

په اوسني وخت کې په پاکستان، ایران، د مینځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان کې هر کال مرګونې پېښې ورکوي او ددې له امله چې په افغانستان کې د ناروغۍ نه د وقایې او د ناروغ د معالجې امکانات کم دي، تلفات یې هم زیات دي. 

ناروغي اکثره د زراعت په کارکونکو کې د شیني (یو ډول خزنده ده چې په مالونو کې وي) د چیچلو څخه وروسته مینځ ته راځي خو په قصابانو کې چې د حیواناتو د وینې او انساجو سره یې سر وکار وي، په ډاکټرانو کې (خصوصا د غوږ ، پوزې او ستونې ډاکټران چې اول ځل ناروغ ورته د پوزې څخه د وینې بهیدو له امله مراجعه کوي ) او د لابراتوار کارکوونکو کې چې د ناروغ نه وینه اخلي  که احتیاطي وقایوي تدابیر کمزوري وي زیاته منځ ته راتللی شي.

ناروغي اول حیوانات (غوا، پسه، سوی ...) مرغان اوخزندګان (شینی) اخته کوي، خو په حیواناتو، مرغانو او خزندګانوکې اعراض نه ورکوي، خو په انسانانو کې دیوه جدي او ژوند ګواښونکي خطر په ډول مشکلات ورکولای شي.

دلوی اختر په شپو او ورځو کې چې اکثره خلک د اختر قرباني په خپل لاس کوي او له بلې خوا مالونه د ګاونډیو هېوادونو څخه راواردیږي ، په ناروغۍ د اخته کیدو چانس زیات وي.

د لوی اختر د تېریدو نه وروسته ورځو شپو کې یې که څه هم هر کال پېښې ډیریږي خو دعامې روغتیا وزارت په دې اړه تر اوسه کوم رسمي راپور نه دی خپورکړی.

کله چې دې یو ډول خزندې په واسطه چې شینی ورته وایي انسان وچیچل شي په دریمه ورځ اعراض ورکوي، خو د حیوان د وینې او انساجو سره د تماس له لارې یی دا دوره اوږده وي، چې د څلورو نه تر شپیږو ورځو پورې په برکې نیسي او وروستی حد یې د یارلس ورځې ټاکل شوی دی.

د ناروغۍ لومړۍ علامه په ناڅاپي ډول دتبې منځ ته راتګ دی، چې تبه یې ښایی ډیره لوړه وي، نور نا مشخص اغراض یی د لړزې، شدیدې سردردی، سرګیچي، د رڼا څخه ویره، د غاړې درد، د ټول بدن د عضلاتو او بندونو د درد څخه عبارت دي. 

همدارنګه په ناروغانو کې معمولا د زړه بدوالی، قی، بې وینې اسهال او د ګیډې درد موجود وي.

دناروغ موډ بدلیږي، مشوش وي او په ځینو حلاتو کې عصباني او جنګي کیږي.

دناروغ د زړه ضربان کمزوری او فشار یې  ټیټ وي، چې بیا وروسته له څو ورځو یوه بله له خطره ډکه مرحله پیلیږي.

دا مرحله ناڅاپي پرمختګ کوي ، معمولا  لنډه وي او د دوو نه تر څلور ورځو پورې دوام کوي، په بدن باندې سره ټکي پیدا کیږي، چې وروسته شینوالی پیدا کوي.
په پوستکي برسیره په خوله کې په شنو غټو ټاکو باندې بدلیږي، لومړۍ د پوزې څخه د وینې راتګ جریان پیدا کوي، چې ورپسې په تشومتیازو کې او د ډکو متیازو  له لارې وینه راوځي چې ان د ناروغ د کانولې ځای هم وینه ورکوي.

د بدن نور غړي لکه د ماغ هم کله کله وینه ورکوي، چې بدې پایلې لري، همدارنګه د نس د ننه وینه بهیدنه یې لکه د اپنډیسایټس غوندې لوحه ښایی په ځینو پیښو کې دینې د خرابوالي له امله زیړي پیدا کیږي او سږی هم په وینه لرونکي سینه بغل اخته کیږي چې بلاخره ناروغ د زړه او رګونو دسیستم   د برهم خوړلو په وجه مري.

که ناروغ له دې مرحلې نه ژوندی پاتې شي او لازم اهتمامات ورته ونیول شي په ورپسې مرحله کې ناروغ دعمومي کمزورۍ، ضعیف نبض، دزړه د ضربان دتیزوالي، خولې کیدلو، دخولې د وچوالی ، سردرد، سرګیچی، زړه بدوالي، کم اشتهایي، د اوریدو د کمزورۍ او د خافظې د خرابوالي نه ځوریږي.
ناروغي د طبي جدی تدابیرو په نیولو سره په مکمل ډول ښه کیږي خو بشپړ ښه والی یې ان ښایي کال ونیسي.

که څه هم د تشخیص لپاره یې ځینې لابراتواري معاینات وړاندیز شوي دي، خو ګرانه ده چې د کانګو تبه د نورو داسې حالاتو سره فرق شي ځکه چې زمونږ په هیواد کې یې امکانات کم دي،  د  ټسټ لپاره دناروغ نه د وینې اخستلو په وخت کې  باید کلک  ژوند ژغورونکو شرایط مراعات شي.

په حیواناتو، مرغانو او خزنده وو کې د وایروس په واسطه د اغرضو د نه ورکولو له وجې دناروغي کنټرول سخت دی او په پرمختللیو هېوادونو کې حیوانات د حلالې څخه  شپاړس ورځې مخکې قرنطین کیږي او دیو ډول درملو په واسطه یي د شینیو څخه پاک کوي.

د دې لپاره چې انسان ترې په امن کې پاتې شي د واکسین د نشتوالي له کبله یې یواځنۍ لاره داده چې د ناروغۍ د ناقیلینو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وشي ترڅو د ځانونو د ساتلو لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

دحیواناتو نه  انسانانو ته د ناروغۍ د انتقال د مخنیوي لپاره هغه کسان چې د مالونوسره یي سراوکار دی داسې جامې واغوندي چې لسټونی او پرټوک خولې یې اوږدې وي او خپلې جامې وګوري، که کوم شینی موجود وي په اختیاطي ډول لرې شي، په غوجل کې د حشراتو د محدودیت  تدابیر ونیسي او د حشراتو ضد درمل استعمال کړي. (مرغان د یوې سیمې نه بلې ته د ویروس په وړوکې ډیر رول لوبوي) د قصابې پر وخت باید د حیوان د وینې او ترشحاتو څخه د لاس میغو او موزو په اغوستلو سره ځان وساتل شی، حلاله په یو پاک ځای کې وشي او وینې او ترشحات باید تر حلالې وروسته په ژور ډول ښخ شي ، ویروس د پخولو په واسطه په ۵۶ سانتي ګرید کې په دیرشو دقیقو کې له مینځه ځي.

الله ج د نه کړي خو که کوم څوک پرې اخته شول د ناروغ سره د فزیکي تماس نه باید ځان وساتل شي او حتی د معاینې په خاص خونو کې ډاکټر یا نرس ته د معاینې په وخت خاصې جامې وراغوستل کیږي.

ناروغي د ناروغ کس دوینو، لاړو، دبدن دنوروافرزاتو اوحتی  د خولو دلارې د انتقال قابلیت لري.

ناروغي درملنه یو ډول ویروس ضد درملو په واسطه ترسره کیږي چې که په  خپل وخت شروع شي  نو په اکثره پیښو کې یې نتیجه هم ښه وي، دوینې د کموالي له امله ناروغ ته د زیاتې وینې ورکونې ضرورت پیښیږي،  لنډه دا چې ناروغ باید په  تفریقي ډول وپیژندل شي او د انتاني ناروغیو په روعتون کې یې درملنه ترسره شي.

د وفایاتو اندازه یې په مینځنۍ کچه ۵-۳۰ سلنه ده نو د مړینې کچه یې ان تر ۸۰ سلنې پورې رسیږي . د مړینې کچه یې په هغه ناروغانو کې چې د حیواناتو څخه یې ناروغي اخستي وي لوړه ده چې  د ویروس په ډوز(اندازې) پورې اړه لري.
 
ددې لپاره چې ددې ناوړې ناروغۍ نه په امن کې پاتې شوي وو، نو د مهربانۍ له مخې پورته معلومات  او دا لیکنه له نورو سره شریک کړئ او په عامه پوهاوي کې یې مرسته وکړئ.