زه يم پشتون ځوان ماته دننګ خبری مه کوه
ولاړ څه يې خاينه داورنګ خبری مه کوه
موږ ته بوډی انا په ځانګو کی درس راکړی دی
دنګوغرونوبازيم دګړنګ خبر ی مه کوه
ډيروپه ژوندو کی کفنونه دمرګی راوړو
سره اورته وردانګی دپتنګ خبری مه کوه
زموږدچيغوزوريې وليدی چی قرار نه لری
دلته شنه زمريان دناموننګ خبری مه کوه
بيايې دغليم سرونه په نيزوپېيلی دی
سخت لکه فولاد نن دفرنګ خبری مه کوه
بياډبرين زړونه دارته خيږی پتنګان ګلی
چيغی اوازونه دپلنګ خبری مه کوه
جوړه قتل ګاه په فرنګيانو پشتنو کړله
مستی دوطن ده نن دبنګ خبری مه کوه
کږی وږی پګړی تاؤ بريتونه سترګی سری ګوری
سربه دلته وخوری نن دجنګ خبری مه کوه
مست دی په سرووينو کی ځوانان دپشتونخوا ګوره
مينه ده پشتوده دغورځنګ خبری مه کوه
بل يې کړواورو نه په دشمن غلبلی ګډی سوی
ټول په تشته کللی دخدنګ خبری مه کوه
زه الکوزی دی سم قربان څومره ياغی يې ته
ځاله دپړانګانو توب وټانګ خبری مه کوه
منان الکوزی کوټه
وروستي